جرمني ته د بنیامین نتن یاهوسفر نیمګړی پاتې شو
صهیونیسټي خبری رسندویو نن په دې باب وئيلي دي،برلین ته د نتن یاهو سفرپه مجدو سیمې کې د وروستۍ چاودنې په سبب نیمګړی پاتې شوی او ډيری پروګرامونه ئې هم نیمه کاره پاتې شوي دي.
د فلسطین په نیواکي سیمو کې داخلی بحران لامل شوی څو صهیونیسټي لومړی وزیر نتن یاهو جرمني ته خپل سفر نیمګړی پریږدي او تل ابیب ته بیرته وګرځي.
په همداوروستیو کې د نیواکي ټاټوبو په شمال او مجد سیمې کې چاودنه شوې چې د صهیونیسټي رژيم امنیتی سرچینو له خوا یوه خطرناکه امنیتی پيښه بلل شوې،دغه پیښه لامل شوې څو د صهیونیسټ رژيم لومړی وزیربنیامین نتن یاهو جرمني ته خپل سفر نیمګړی پریږدي او بیرته نیواکي ټاټوبو ته ستون شي.
د فلسطین د اطلاع رسونې ادارې راپور ورکړیو صهیونیسټي خبری رسندویو نن په دې باب وئيلي دي،برلین ته د نتن یاهو سفرپه مجدو سیمې کې د وروستۍ چاودنې په سبب نیمګړی پاتې شوی او ډيری پروګرامونه ئې هم نیمه کاره پاتې شوي دي.
د نیواکي فلسطین مختلفې سیمې په وروستیو میاشتو کې د صهیونیسټي رژيم په چاڼځایونو،پوځي او پيټروکیمیکل او بس تم ځایونو کې د ډيری اور لګیدنې پيښې او ددغه رژيم په بیخ بینائي تاسیساتو باندې دسایبیری حملې شوي دي.همداراز په وروستیو څو اونیو کې د نیواکي فلسطین د تل ابیب،حیفا، نیواکي قدس،بئر السبع،ریشون لتسیون او هرتزلیا پشمول په لسګونو ښارونو کې د نتن یاهو دزوړپالې کابینې د مظاهرو صحنې دي.