د اسرائيلو د زوال تخم د دوي په باطن کې کرل شوی دی
شیخ نعیم قاسم د یُخْرِبُونَ بُیُوتَهُمْ بِأَیْدِیهِمْ وَ أَیْدِی الْمُؤْمِنِینَ» د آیت په ذکر کولو سره په قرآن کریم کېد دبنی نضیر د یهودیانو دنابودۍ بهیر کیسې ته په اشارې سره ټينګار وک،د خداوندمتعال په غوښتې سره د اسرائيلو موقته رژيم مخ په زوال دی .
د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ د مشر مرستیال د صهیونیسټانو د داخلی بحران په سختیدا او د نیواکي ټاټوبو بدلونونو په غبرګون کې ووئيل، نیواکګر رژيم له باطن او داخله په دړې وړې کیدا دی .
صهیونیسټي رژيم ددغه رژيم د افراطي لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو د کابینې په جنجالی اقداماتو او قضائي اصلاحاتو پسې په داخلی اختلافاتو کې ډوب شوی او دغه اختلافات اوس د نتن یاهو په لاس د جنګ د وزیر په څنګةکیدا پسې اوج ته رسیدلي او عموي کاربندیزونو هم درست نیواکي ټاټوبی راګیر کړي دي.
العهد خبری سایټ راپور ورکړ،د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم پخپل یوه ټولنیز پیغام کې ولیکل،نیواکګر رژيم د خپلې نابودۍ تخم پخپل باطن او داخل کې له ځان سره وړي او د فلسطین د ملت په څیر دیوه مجاهد او تل باتې ملت سره سره هرڅومره چې وخت تیریږي ،دغه وحشي رژيم دنابودۍ په لور حرکت کوي.
شیخ نعیم قاسم همدرااز د یُخْرِبُونَ بُیُوتَهُمْ بِأَیْدِیهِمْ وَ أَیْدِی الْمُؤْمِنِینَ» د آیت په ذکر کولو سره په قرآن کریم کېد دبنی نضیر د یهودیانو دنابودۍ بهیر کیسې ته په اشارې سره ټينګار وکړ،د خداوندمتعال په غوښتې سره د اسرائيلو موقته رژيم مخ په زوال دی .
د قضائي قانون د اصلاح ؛ په نامې سره د نتنیاهو د کابینې په پلان کې چې دنیواکي ټاټوبي اوسیدونکي ئې د اساسی قانون په وړاندې کودتا تعبیر وي ، دغه رژيم د قضائي ادارې اختیارات کموي او په مقابل کې به په دغه رژيم کې د مجریه او مقننې قواؤ ځائيګی او قدرت پیاوړی شي.