په سورئې کې د امریکاغیرقانوني شتون د ناکراریواصلی سرچینه ده
په ملګروملتو کې د ایران سفیر او دایمي استازي ووئيل، په سورئې کې دا مریکائي عسکرو پشمول د بهرنیو عسکرو غیر قانوني شتون په دغه هیواد کې د ناکراریو او بې ثباتیو اصلي سرچینه دي.
ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ، په ملګروملتو کې د ایران سفیر او دایمی استازي امیر سعید ایرواني د روسیې د انسان دوستۍ او سیاسی بدلونونو په باب د امنیت شورا په بیګانۍ ناستې کې په سورئې کې دانساني وضعیهټ په باب دملګروملتو د سرمنشي وروستي راپور ته په اشارې سره ووئيل، ددغه راپور په اساس،یو اړخیزو بندیزونو په سورئې کې حیاتي خدماتو ته لاس رسی او د انسان دوستۍ مرستې له مشکلاتو سره مخ کړي دي او د بشر دوستانه معافیّتونه یوه غیر عملی او ناکاره ادعا ده.
سعید ایرواني ټينګار وکړ، د انسان د وستۍ مرستو وړاندې کولباید له انساني اصولوپه اساس بې شرطه ،بې پلوه اوا له کوم توپیر پرته ترسره شي او سیاسی ملاحظات باید اړمنو ته د مرستو رسونې د وړاندې کولو خنډ نشي.
په ملګروملتو کې د ایران سفیر ددې خبرې په کولو سره چې ایران په سورئې کې دتل پاتې او اوږمهاله عادي حالاتو ته درسیدا لپاره دآستانې د خبرواترو په بهیر کې له خپلو شریکانو سره ملګرتیا ته ژمن دی ووئیل، په قزاقستان کې د آستانې په وروستۍ ناستې کې ،د آستانې د بهیر د ضامنو هیوادونو په توګه د ایران ،روسیې او ترکیې استازو، خپل هیواد ته د سوریاوالو پناه غواړو او کډوالو په عزت، امنیت او خپلې خوښې ستنیدا دآسانتیاؤ پر اهمیّت ټينګار کړی دی .
په ملګروملتو کې د ایران دایمی استازي دې ته په اشارې سره چې له ترهه ګرۍ سره مبارزه باید دسورئې د ملی حاکمیّت او مځکنۍ بشپړتیا ته په بشپړ احترام سره ترسره شي، روښانه کړه،په سورئې کې د امریکائي پوځیانو پشمول دبهرنیو عسکرو غیر قانوني شتون د ملګروملتو د منشور او د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزي اوپه دغه هیواد کې د ناکراریو او بې ثباتیو اصلی سرچینه دي .امنیت شورا باید خپل دوه ګوڼی سټینډرډ پریږدي او د سورې دحکومت او ولس په ضد غیر قانوني او دنړیوالو قوانینو خلاف کیدونکي حملې او اقداماتو مخه دې ونیسي.