عربستان هم دصهونیستي رژيم جنایتونه د نه منلو وړ وبلل
دعربستان خارجه وزارت د فلسطنیانو په ضد د صهیونیسټانو د جنایتونو په محکومولو سره دغه جنایتونه غیر انساني او د نه منلو وړ وبلل.
الجزیره ټيلیویژني چینل راپور ورکړ د عربستان دخارجه وزارت په یوې اعلامیې کې دقدس دنیواکګر رژيم له خطرناکو تیریو سره په مخالفت سره په وروستیو جنایتونو کې د یوشمیر شهید شوو فلسطنیانو کورنیو او د فلسطین ملت او حکومت ته تسلیّت ووایه او په ډاګه ئې کړه ، دغه جنایتونه باید پاي ته ورسیږي او د فلسطین ملت ته دې خپل حقوقو په بشپړ ډول ورکړل شي.
دعمان خارجه وزیر بدرالبوسعیدی هم په جنین ښار او کیمپ باندې دصهیونسټي پوځیانو دحملو په غبرګون کې ووئيل، نړیوالو قوانینو ته احترام د فلسطین د موضوع پشمول په ټولو مسئلوباندې په غور کولو کې له دوه ګوڼو معیارونو پرته واجب دی . البوسعیدي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د نړیوالو قوانینو په اساس دې د فلسطین د ملت روا حقوقو دبیرته اخستو لپاره لاس په کار شي او پخپلو دندو دې عمل و کړي.