په مراکش کې د زلزلې دقربانیانو شمیرله دوو زرو تنوواوښت
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i138298-په_مراکش_کې_د_زلزلې_دقربانیانو_شمیرله_دوو_زرو_تنوواوښت
د ایران  د اسلامی جمهوریت پشمول د نړئ زیاتره هیوادونو  له مراکش سره  ددغې غمیزې په با غم رازي او همدردي اعلان کړې ده  او د ایران داسلامی جمهوریت  د سرې میاشتې ادارې  اعلان کړی دی له مراکش  سره په دې باب له هرډول مرستو ته تیار یوو.
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Sep 10, 2023 12:29 Asia/Kabul
  • په مراکش کې د زلزلې دقربانیانو شمیرله دوو زرو تنوواوښت

د ایران  د اسلامی جمهوریت پشمول د نړئ زیاتره هیوادونو  له مراکش سره  ددغې غمیزې په با غم رازي او همدردي اعلان کړې ده  او د ایران داسلامی جمهوریت  د سرې میاشتې ادارې  اعلان کړی دی له مراکش  سره په دې باب له هرډول مرستو ته تیار یوو.

د مراکش کورنیو چارو وزارت  په دغه هیواد کې د وروستۍ زورورې زلزلې د قربانیانو د شمیر  زیاتیدا خبر ورکړی او وئيلي ئې دي چې  دغه شمیر  دوه زره لسو تنو ته زیات شوی چې  ممکنه ده نوره هم دقربانیانو شمیر زیات شي.

د متحده ایالاتو  دمځکه پيژندنې ادارې(USGS))  نن سهار  اعلان کړی دی  چې د مراکش زلزله له شپږ اعشاریه اته ریښتره هم زیاته وه او  له اوکایمډن سیلناکې  سیمې سره نزدې  په مځکې کې تر اتو کلومیټرو په ژورتیا کې  رامینځةشوې ده. دغه سیمه  په اطلس غرونو کې واقع ده او د مراکش هیوا له څلورم ستر ښار مراکش  سره په کابو ۷۵کلومیټرۍ کې  ده.

الجزیره ټيلیویژني چینل راپور ورکړی ،دمراکش  کورنیو چارو وزارت نن سهار په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، چې ممکنه ده د زلزلې د قربانیانو شمیر نوره هم زیات شي او تر دې دمه ئې  کابو دوه زره پنځوس ټپیان هم روغتونونو ته رسولي دي .