د حزب الله جنګیالیو د صهیونیسټي رژیم د پوځ پر ۲۲ اډو حمله وکړه
د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ (حزب الله) مجاهدینو پرونچهارشنبه د فلسطین له نیواکي ځمکو سره د لبنان پولې ته څېرمه په المالکیه او البیاض سیمو کښې د صهیونیسټ رژیم دوه مرکزونه په نښه کړل.
د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ (حزب الله) مجاهدینو پرونچهارشنبه د فلسطین له نیواکي ځمکو سره د لبنان پولې ته څېرمه په المالکیه او البیاض سیمو کښې د صهیونیسټ رژیم دوه مرکزونه په نښه کړل.
د العهد په وینا، د اسلامی مقاومت جنګیالیو پرون همداشان د کرهڼې د کنډک د قومندانۍ مرکز او د هغوی د موټرو او عسکرو د راغونډیدو ځای په هاوان او مناسبو راکټونو وویشتل او دښمن ته یې درانه تلفات واړول.
ورته مهال د صهیونیسټي رژیم پوځ د میس الجبل، بلیدا او عیترون په ښارونو څو لګوونکي بمونه ویشتلی او دغه راز د صهیونیسټ رژیم جاسوسی الوتکو له نیواکي فلسطین سره په پوله کښې د لبنان په لویدیځو او مرکزی سیمو کښې په پراخه کچه الوتنې وکړې.