د فلسطین په غزې تړانګه کښې د سوځیدلې ځمکې نه د یو لوړ سیاست اجرا
ځايي سرچینو اعلان وکړ چې الوتکو، توپخانو او جنګي لانچونو تیره شپه په غزې ښار او د غزې تړانګې په شمال باندې له سلو زیاتې حملې وکړې او د هستوګنې ودانۍ، لوې لارې او د کرهڼې ځمکې یې په بې مخینې ډول په نښه کړې.
په غزه کې جګړه په داسې حال کښې د «الاقصی طوفان» عملیاتو له پیل راهیسې ۳۱مې ورځې ته داخله شوې، نیواکګر ځواکونه د مقاومت د بریدونو له امله خپلو ځمکنیو عملیاتو ته ډیر په ورو دوام ورکوی او د هستوګنې او په غیرپوځي تاسیساتو باندې هر ځل بې مخینې هوايي حملې کوي. هغوي د انټرنیټ له بندولو سره هممهاله د روغتونونو په خواوشا خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
په غزه کښې حکومتي رسندوي دفتر ټینګار وکړ چې نیواکګر پ،ځ د غزې تړانګې په شمال کښې د څو روغتونونو په خواوشا باندې «سختۍ بمبارۍ» کوي او له دې مخکښې یې ټیلیفوني اړیکه او انټرنیټ هم بند کړی دی. دغه دفتر وویل: د روغتونونو په اطرافو باندې څه باندې یو ساعت سخته بمباري وشوه. د هم دې سرچینې په وینا، بمبارۍ په تیره بیا د غزې د ترټولو ستر روغتون«الشفا» په خواوشا کښې ثبت شوې دي. د المیادین خبریال هم تاییده کړه چې د الشفا روغتون په اطرافو باندې د حملې له امله د دغه روغتون بریښنا هم غوڅه شوې ده.
ځايي سرچینو اعلان وکړ چې الوتکو، توپخانو او جنګي لانچونو تیره شپه په غزې ښار او د غزې تړانګې په شمال باندې له سلو زیاتې حملې وکړې او د هستوګنې ودانۍ، لوې لارې او د کرهڼې ځمکې یې په بې مخینې ډول په نښه کړې.
سي این این چینل د یوې ویډیو په خپرولو سره رپورټ ورکړ چې د غزې ځیني روغتونونه د صهیونیسټي رژیم د بریدونو له امله د شهیدانو د جنازو د زیاتوالي په وجه هغه د آیس کریمو په ځانګړو فریزي کنټینرونو کښې ساتي.
د اسرائیلو د رژیم پوځ د دوشنبې په سهار وویل چې تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو به غزې ښار ته ننوځي. دا ادعا په داسې حال کښې شوې چې د څارونکو په وینا، صهیونیسټي پوځ لاهم نه دی توانیدلی چې د غزې شمالي برخه کلابنده کړي.
د صهیونیسټي رژیم د پوځ ویاند ډینیل هاګاري تیره شپه وویل چې د صهیونیسټي رژیم پوځ د غزې ښار محاصره کړې او د غزې تړانګه یې په شمالي او جنوبي دوو برخو ویشلې ده.
سره له دې ې په غزې باندې له تیرې یوې میاشتې راهیسې د روانې بمبارۍ پراختیا له ایټمي بمبارۍ کمه نه ده خو د اسارئیلو د رژیم د تش په نامه کلتوري میراث وزیر چې د نتانیاهو د کابینې یو افراطي وزیر دی، ایټمي بمباري، د دغه رژيم د یو انتخاب په توګه یاده کړې ده. هغه له عبري ژبي راډیو «کول براما» سره په خبرو کښې، په دې خبرې سره چې د حماس له خوا د اکتوبر د اوومې نیټې عملیاتو ته د اسرائیلو د غبرګون له ډ،ل څخه راضي نه دی، د کوربه د پوښتنې په ځواب کښې چې ورڅخه یې پوښتنه کړې وه چې آیا د غزې تړانګې د نابودولو او د ټولو د وژلو لپاره ایټم بم استعمالولی شي؟ ویلي دي: دا زمونږ یو انتخاب دی.
په دې منځومان کښې امریکا نه یوازې د جنګ د بندولو لپاره خپلې خنډ اچونې نه دي بندې کړې بلکې صهیونیسټي رژیم ته په خپلو وروستیو سپارښتنو کښې یې له دغه رژيمه غوښتي دي چې د غزې د خلکو د وژلو لپاره دې لږ واړه بمونه وکاروي.
الوطن سعودي ورځپاڼې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د رپورټ په حواله ولیکل: ځینو امریکايي مسئولانو د نوم نه څرګندولو په غوښتنه ویلي دي چې امریکايي مسئولانو په مختلفو ملاقاتونو کښې خپلو اسرائیلي همرتبه و ته سپارښتنه کړې ده چې په خپلو پوځي عملیاتو کښې وژلې یو څه کمې کړي.
دا په داسې حال کښې دي چې د لبنان د حزب الله عمومي منشي سید حسن نصر الله د جمعې په ورځ په خپلې برخلیک جوړونکې وینا کښې، د جنګ د لمنې د نه پراخولو شرط، د غزې خلاف د بریدونو او جنګ بندول وبلل او د روان بهیر په دوام سره یې د نویو محاذونو د خلاصیدو احتمال څرګند کړی و.
صهیونیسټي رژيم په سوریې باندې له هوايي او توغندوي بریدونو وروسته د ملګرو ملتو او روسیې له پوله ساتو ځواکونو مرسته غوښتې چې په قنیطره ولایت او د نیواکي جولان په سرحدونو کښې د مقاومت د تحرکاتو مخه ونیسي. صهیونیسټي رژيم اندیښنه لري چې هسې نه په دغې سیمې کښې د مقاومت په پرځایښت سره د لبنان تجربه تکرار شي او نیواکګر د سیمې پریښودو ته اړ شي.
همداشان د غزې جنګ ته په رسمي توګه د یمن د انصار الله غورځنګ په وردانګلو سره، د صهیونیسټي رژيم جیوپالیټکي بندون او په سور سمندر کښې په باب المندب اوبلارې پورې یې پيئلتیا له مخکښې نه زیاته ترسترګو کیږي.
په داشان یو حالت کښې همهغه اندیښنه چې صهیونیسټي ټولنو د حزب الله له ناڅاپي بریدونو درلوده، ممکنه ده په غزې باندې د پراخو هوايي او ځمکنیو بریدونو په دوام سره رښتیا او عملي شي.
*/*/*/*/
ژباړه: عبدالماجد درانی