هغه لوری چې باید نهیلې شي، صهیونیسټي رژيم دی
د لبنان د حزب الله عمومي منشي په دې خبرې سره چې صهیونیسټي دښمن بیاهم د تیر په څیر په محاسباتي تیروتنې اخته شوی دی، وویل: د لبنان خلک په مقاومت نور هم پابند شول.
د ایران پریس د خبر له مخې، سید حسن نصر الله په دې خبرې سره چې داسې ښکاري چې صهیونیسټانو په تیرو ۷۵ کالو کښې د فلسطین د خلکو له وژلو، د هغوي د کورونو له ورانولو او کډه په سر کولو یې عبرت نه دی اخنیستی، وویل: دې کارونو کومه نتیجه ورکړه؟ آیا د فلسطین خلکو له مقاومته لاس واخیسته؟ اپوټه دغه مقاومت او د هوډ او کلتور نسل پر نسل لاپياوړی شو تر دې چې سږ کال په طوفان الاقصی عملیاتو کښې خپلې لوړې درجې ته ورسید. په لبنان کښې هم حالات دغه شان دی. د لبنان خلک د صهیونیسټانو له ټولو وژلو وروسته هم له مقاومته لاس په سر نه شول.
هغه زیاته کړه: صهیونیسټي رژيم په ډاګه او بې شرمۍ سره د غزې په تړانګې حملې کوي او وحشي توب یې کم شوی نه دی بلکې هره ورځ لازیاتیږي. دا بریدونه د صهیونیسټانو د غچ اخیستې او لیونتوب د هغه خوی نښه ده چې هیڅ حد او پوله نه لري.
د حزب ا... مشر ټینګار وکړ چې صهیونیسټي دښمن بیاهم د مخکښې په شان محاسباتي غلطي کړې ده، وویل: د لبنان خلک په مقاومت باندې لاډیر پابند شول خو په خواشینۍ سره ځینې عربي او غربي رسنۍ په عمدي توګه د صهیونیسټانو د دغه هدف په لړ کښې عمل کوي. خو هغه خوا چې باید ناامیده شي، اسرائيل دي، اسرائیل دې پوه شي چې د غزې او لبنان له شهیدانو به د مقاومت داسې نسل سر راپورته کړي چې له دغو نیواکګرو سره د مبارزې او د هغه د نابودولو لپاره به لاکلک هوډ لري.