ملګري ملتونه: د غزې وضعیت له کړکېچ څخه هم بهر دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i142474-ملګري_ملتونه_د_غزې_وضعیت_له_کړکېچ_څخه_هم_بهر_دی
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرۍ په غزه کې د جګړې بیا پیلېدل ناورین بللی او ویلي یې دي، چې په غزه کې وضعیت وروستي بحراني حالات کې دی.
(last modified 2023-12-02T08:49:41+00:00 )
Dec 02, 2023 06:16 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه: د غزې وضعیت له کړکېچ څخه هم بهر دی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرۍ په غزه کې د جګړې بیا پیلېدل ناورین بللی او ویلي یې دي، چې په غزه کې وضعیت وروستي بحراني حالات کې دی.

د ایرنا د خبر له مخې، د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د کمیسیون مشر ولکر ترک په یوه بیانیه کې زیاته کړه: د اسرائیلو د سیاسي او پوځي مشرانو وروستۍ څرګندونې چې د اسرائیلو د پوځي تیریو د پراخولو پلان لري، ډیر اندیښمنونکی دي.

د دې په پام کې نیولو سره چې یو لوی شمیر فلسطینیان د وژل کیدو یا د غزې په ځینو برخو کې د بې ځایه کیدو له خطر سره مخ دي، ولکر ترک په ټولو خواوو او نفوذ لرونکو هېوادونو غږ وکړی چې د اوربند د تامین لپاره خپلې هڅې دوه چنده کړي.

Image Caption
Image Caption