په بغداد کې د الحشد الشعبی په مرکز ډرونز حمله شوې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i144272-په_بغداد_کې_د_الحشد_الشعبی_په_مرکز_ډرونز_حمله_شوې
وروستي راپورونه ښئ چې په دغې حملې کې د الحشد الشعبی دوه لوړپوړي قوماندانان هم په نښه شوي دي البته نور په دې اړه جزیات نه دي خپرۀ شوي.
(last modified 2024-01-04T11:58:40+00:00 )
Jan 04, 2024 16:22 Asia/Kabul
  • په بغداد کې د الحشد الشعبی په مرکز ډرونز حمله شوې

وروستي راپورونه ښئ چې په دغې حملې کې د الحشد الشعبی دوه لوړپوړي قوماندانان هم په نښه شوي دي البته نور په دې اړه جزیات نه دي خپرۀ شوي.

د ځينو خبرو سرچینو د اعلان په اساس ، په دغې حملې کې  چې  د عراق د کورنیو چارو وزارت  په ودانۍ شوې ده ، د الحشد الشعبی ولسی ځواک  یو مرکز په نښه شوې چې وئيل کیږي، څلور کسان پکې شهیدان او شپږ ټپیان شو ي دي .

فارس خبری آژانس راپور ورکړی ، دعراق خبری سرچینو  وئیلي دي ،نن ماسپښین  د بغداد په ختیځ کې د زورورو  چاودنو غږونه آ وریدل شوي  او ورپسې  خبری سرچینو وئيلي دي   د بغداد په فلسطین  واټ کې د  الحشد الشعبي  مرکز باندې د ډرون حمله شوې ده . 

 وروستي راپورونه ښئ چې په دغې حملې کې د الحشد الشعبی دوه  لوړپوړي قوماندانان هم په نښه شوي دي  البته نور په دې اړه جزیات نه دي خپرۀ شوي.