صهیونیسټي ټولنې وائي حسن نصر ا...د عربی نړۍ ترټولوزړور رهبر دی
(last modified Tue, 06 Feb 2024 09:15:14 GMT )
Feb 06, 2024 13:45 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي ټولنې وائي حسن نصر ا...د عربی نړۍ ترټولوزړور رهبر دی

صهیونیسټان دا مني چې د  لبنان د حزب ا... ولسی غروځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا...په لویدیځي  آسیا او عربی نړۍ کې ترټولو قدرتمن او زړور رهبر دی.

رای الیوم  سیمه ایزې ورځپاڼې  لیکلي دي ، سید حسن نصر ا... هماغه شان  د صهیونیسټي رژيم  سیاسی ، امنیتی او رسندوئي ټولنې ځان ته  جلب کړي دي.

یوه صهیونیسټي شنانددي  یهودا ګلکمن  حسن نصر ا... د عربی نړۍ  دترټولو جرأتمند رهبر په توګه بللی چې صهیونیسټ رژیم ئې  هم د رسندوي  او هم د پوځي نظره له چیلنج سره مخامخ کړی دی.

ګلمن وئيلي دي ،نصر ا... یو آزمویل شوی شخصیّت دی  چې له بل هریوه دښمن څخه زیات  اسرائيل پیژني.

دغه شناندي د امنیتی ټولنو له  قوله زیاته کړې ده ، حزب ا... تراوسه پورې خپل پنځه فیصدي توان نه دی کارولی  او تراوسه پورې ئې ډيرې داسې کارډونه لري چې   کارولی ئې شي. 

ددغه راپور په اساس ، له هغه وخته چې سید حسن نصر ا...  د عباس موسوي له ترور وروسته  د لبنان د حزب ا..  غورځنګ رهبري په غاړه اخستې ده ،خپل ټول تمرکز ئې  له اسرائيلي پوځ سره  جنګ ته ګرځولی دی.

یهودا ګلکمن زیاته کړې ده ، سید حسن نصر ا... په اسرائيلو کې روان سیاسی بدلونونه  حتی د تیرو  او اوسنیو صهیونیسټي رهبرانو د ژوند  پر  حال پوهیږي، او د عربي نړۍ دنورو رهبرانو په اپوټه نصر ا... په جرات او شجاعت او میړنتوب  مشهور دی او  له ډغرې هیڅ نه ویریږي،ډير پیاوړی بلاغت لري او دهغه مشهورتیا  د هغه ویناؤ له امله  ده  او هغه ډيره لوړې کارنامې او تاریخ لري  او پر عمومی افکارو ډيرې اغیزې شیندي.

 داپه داسې حال کې دي چې د صهیونیسټ رژيم پخوانیو پوځي قوماندانان او نور مسئولان او شناندي هم په دې اعتراف کوي ، چې د حسن نصر ا...په باب بایدپه ډير احتیاط سره عمل وشي،ځکه  هغه نه یوازې په لبنان کې ترټولو پیاوړی رهبر دی بکلې په ټولې لویدیځي اسیا کې ساری نه لري.هغه یو  داسې کس دی  چې په داسې امنیتی کړئ کې  محدود دی چې  که ورته نفوذ کول که محال نه وي ،نو ډير زیات سخت کار دی. دوي وائي سید حسن نصر ا.. یو لوي شخصیّت دی او  د فلسطینیانو  او عربی نړۍ له  نظره  پخپل پړاؤ کې  له جمال عبدالناصر څخه لابرلاسه دی .

 

ټیګونه