د مقاومت جبهو په اسرائیلو او امریکا بریدونه کړي
(last modified Wed, 20 Mar 2024 08:45:54 GMT )
Mar 20, 2024 13:15 Asia/Kabul
  • د مقاومت جبهو په اسرائیلو او امریکا بریدونه کړي

زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق، د لبنان او د یمن د مقاومت ډلو لخوا د امریکا او د اسرائیلو نیواکګرو ځواکونو په اډو باندې په بریالیتوب سره توغندوي او د بې پایلوټه الوتکو حملې شوي دي.

د مقاومت جبهې د فلسطین د مظلومو خلکو د ملاتړ لپاره په نیواکګر صهیونیسټ رژیم او د دوې په ملاتړو باندې بریالۍ حملې وکړې.

د عراق اسلامي مقاومت وویل چې د نیواکي ټاټوبو دننه په بن ګوریون هوايي ډګر یې د څو بې پایلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

د یمن پوځ هم د صهیونیسټ رژیم په ایلات بندر باندې د حملې خبر ورکړی.

د یمن وسله والو ځواکونو دغه راز په سور سمندر کښې د امریکا د ماډو په نوم په یوې کشتۍ باند برید کړی دی.

د لبنان د حزب الله اسلامي غورځنګ مبارزانو هم په پینځو پرله پسې عملیاتو کښې په توغندیو او هوانونو سره د اسرائیلي دښمن په څو اډو باندې حملو سره هغه تباه کړې.

صهیونیسټ رژیم د تیر میلادي کال له اکتوبر میاشتې راهسې تر نن ورځ پورې د امریکا او د نورو لویدیځو هیوادونو په هراړخیزه ملاتړونو سره په غزې تړانګه او لویدیځه غاړه کښې د فلسطین د مظلومو او د بې دفاع خلکو پراخه وژله پیل کړي ده.

په مقابل کښېس په غزې کښې د مقاومت ډلو او په لبنان ، عراق ، یمن او سورېې کښې د مقاومت نورو ډلو هم ویلي دي چې له صهیونیسټ نیواکګر رژیم څخه به د غزې د جنایتونو تاوان واخلي.

د نویو راپورونو پراساس په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې تراوسه څه د پاسه یودیرش زره کسان شهیدان او له دوه اویا زرو څخه زیات ژوبل شوي دي.

د اسرائیلو رژیم له نولس سوه اولسم میلادي کال څخه د بریتانیا د استعمار په پلان او د فلسطینیانو ټاټوبي ته د بیلابیلو هیوادونو د یهودیانو په مهاجر کولو سره رامینځته شو او په نولس سوه اته څلویښتم میلادي کال کښې اسرائیلو خپل موجودیت اعلان کړ.

له هغه وخت راهسې تراوسه پورې د فلسطینیانو د نسل  کشۍ او د دوې د ټولو ځمکو د نیولو لپاره  د ډله ئیزې وژلې بیلابیل پلانونه ترسره شوي دي.