آیا نتانیاهو له لبنان سره پراخ جنګ پیلوي؟ مقاومت یې څنګه ځواب ورکوي؟
(last modified Tue, 11 Jun 2024 07:36:56 GMT )
Jun 11, 2024 12:06 Asia/Kabul
  • آیا نتانیاهو له لبنان سره پراخ جنګ پیلوي؟ مقاومت یې څنګه ځواب ورکوي؟
    آیا نتانیاهو له لبنان سره پراخ جنګ پیلوي؟ مقاومت یې څنګه ځواب ورکوي؟

اسرائیلو ادعا کړې وه چې حزب الله یې شاته شړلی دی، خو حزب الله په وروستیو دوو عملیاتو کښې چې د اسرائيلو په څو میټرۍ کښې یې ترسره کړل، صهیونیسټي ښارګي میشتو ته ثابته کړه چې د هغوي مسئولان دروغ وايي او د حزب الله عناصر د اسرائیلي پوځیانو په یوڅو میټرۍ کښې موجود دي.

د پارس ټوډی د څیړنو له مخې، زیاتره کارپوهان باوري دي چې د جنګ د نښتلو احتمال په نتانیاهو پورې اړه لري، هغه ډیر په کړکیچ اخته شوی او په ټولو جبهو کښې پرې ډیر دباو دی. یمن د خپلو بریدونو څلروم پړاؤ پیل کړی او په بحیره روم کښې یې د اسرائیلو په ګټو حملې کړې دي. هغوي د امریکې او انګلسستان پوځي کشتۍ هم په نښه کوي او سمندري ائتلاف نه دی توانیدلی چې د یمنیانو مخه ونیسي. د یمن جبهې د ایلات بندر په بشپړ توګه بند کړی او اوس مدیترانه سمندر په نښه کوي.

د غزې په جبهه کښې هم د اسرائيلو تاوان ډیر زیات دی او د اسرائيلو یوشمیر نور پوځیان، د فلسطین مقاومت نیولي دي. د لبنان په جبهې کښې هم ډیرې شخړې رامینځته شوې دي او د اسرئیلو د رژیم په کورنۍ جبهه کښې هم د تل ابیب په سړکونو پراخې مظاهرې ترسره کیږي چې د دغه رژيم د مشرانو د استعفا او له وخته مخکښې د انتخاباتو د ترسره کیدو غوښتنه کوي. نړیوالې محکمې او له دغې محکمې صادر شوي احکام په تیره بیا د اسرائیلو د رژيم د مشرانو د نیولو په لړ کښې هم په نتانیاهو باندې د یو بل دباؤ په اړم بدل شوي دي. له دغو نه علاوه په دغزه کښې د جنګ دغه بندیدل به د نتانیاهو د زنداني کیدوا و د سیاسي فعالیت د ختمیدو سبب شي او ممکنه ده چې نتانیاهو دغه کار یعنې په لبنان باندې حمله په اوسنیو خرابو حالاتو کښې د مخ په وړاندې تیښتې لپاره په ایجنډا کښې راولي.

البته اسرائيلو ادعا کړې وه چې حزب الله په شا تنبول شوی دی خو حزب الله په وروستیو دوو عملیاتو کښې چې د اسرائيلو په څو میټرۍ کښې یې ترسره کړل، صهیونیسټي ښارګي میشتو ته ثابته کړه چې د هغوي مسئولان دروغ وايي او د حزب الله عناصر د اسرائیلي پوځیانو په یوڅو میټرۍ کښې موجود دي.

همداشان کله چې د مقاومت ویډیوګانې په ځیر سره څیړو او د مقاومت د عناصرو له خوا د کارول شویو وسلو په هکله معلومات ترلاسه کوو نو وینو چې دغه وسلې د «بي،۷» هاوان لانچرونو او د پيکا مشینګنو او کلاشینکوف او توپونو په شان پخوانۍ او کلاسک وسلې دي. دغه پيغام ښودنه کوي چې مقاومت حتی په دغو وسلو سره د اسرئیلو په مرکزونو باندې حملې کوې شي او صهیونیسټي پوځیان له مینځه وړې شي او حتی هغوي اسیران کولې شي. د لبناني جرنیلانو په وینا، هغوي دغه پيغام اسرائیلو ته مخابره کړې دی چې که په لبنان باندې د حملې نیت ولري نو مقاومت، له ۲۰۰۰ کال نه مخکښې ورځو ته د هغوي د ستنولو چمتووالی لري او د هغوي په پوځي او د قومندانۍ په مرکزونو باندې به پراخې حملې وکړي.

د لبنان مقاومت په دې وروستیو کښې د اسرائيلو د رژيم هرمس ۹۰۰ ډوله دویم ډرون نسکور کړ. حزب الله په دې کار سره اسرائیلو ته دا پيغام ورکړی چې د هغوي هرمس الوتکې هم چې په ۳۰ زره فوټه لوړوالي کښې الوت کوي، په نښه کولې شي او داشان کوې شي چې د اسرائیلو ایف ۱۶، ایف ۱۵ او ایف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې هم په خپلو دافع هوا سیسټمونو سره په نښه کړي.

لبنان د اسرائيلو د رژیم د جنګ د وزیر او نورو چارواکو له خوا څه باندې ۸۰ زره ګواښل شوی دی خو صهیونیسټان د لبنان خلاف د هر غلیمانه اقدام د ترسره کولو په پایلو خبر دي. له مقاومت سره د وفادارۍ د فراکسیون د مشر محمد رعد په شمول د لبنان مشرانو ویلي دي چې د صهیونیسټي رژیم د حماقت او د لبنان په جنوب کښې د پوځي عملیاتو په بڼه کښې به مقاومت داسې کار وکړي چې صهیونیسټان به د لمر رڼا ونه ویني.

دا یو شاعرانه غبرګون دی او معنا یې دا ده چې په دې حالاتو کښې به د اسرائیلو په لور د توغول کیدونکو میزایلو شمیر ډیر زیات وي او ډیر سټراټيجک اهداف به په نښه کړي.

 

ټیګونه