سید حسن نصرالله: یوازې تور زړي انسانان د اسراییلو په جنایتونو سترګې پټوي
مونږ په کربلا کې یو، مونږ د شهیدانو خبره کوو، مونږ شهیدان وړاندې کوو، مونږ د کربلا د پیښو په زړه کې یو.
پارس ټو ډی - د لبنان د حزب الله عمومي منشي د یکشنبې په ورځ په یوه وینا کې وویل: د غزې په تړانګه کې د اسراییلي رژیم وحشتناکو جنایتونو په لویدیځ کې انسانیت بیدار کړی دی.
د لبنان د حزب الله عمومی منشی سید حسن نصرالله د محرم په دوهمه شپه د بیروت په جنوب کښې د «سید الشهداء» په جامع جومات کښې په وینا کښې زیاته کړه: د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټی رژیم د پوځ جنایتونه دغه هیوادونه هره ورځ په غزه کښې د صهیونیسټی رژیم د نسل وژنې پر ضد د مظاهرو شاهد دی.
سید حسن نصرالله یو ځل بیا د فلسطین او په ځانګړې توګه د غزې د خلکو په ملاتړ کښې د حزب الله په هوډ ټینګار وکړ او ویې ویل: دغه غورځنګ د فلسطین د مظلومو خلکو په ملاتړ کښې د اسرائیلو په خلاف ولاړ دی.
د لبنان د حزب الله عمومی منشی همداشان په دې باندې په تاکید سره چې د محرم ماتم (د امام حسین (ع) او د هغه حضرت د ملګرو د شهادت ورځې) روحی او معنوي اثرات پریږدی، وویل:
مونږ په کربلا کې یو، مونږ د شهیدانو خبره کوو، مونږ شهیدان وړاندې کوو، مونږ د کربلا د پیښو په زړه کې یو.
د اسرائیلو رژیم د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له ۷ نیټې راهیسی د لویدیځو دولتونو په بشپړ ملاتړ سره د غزې په تړانګه او د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د فلسطین د بې دفاع او مظلومو خلکو په خلاف نوی ډله ایز قتل عام پیل کړی دی.
د وروستیو راپورونو له مخې پر غزې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې څه دپاسه ۳۸ زره فلسطینیان شهیدان شوی او څه دپاسه ۸۷ زره ژوبل شوی دی .
اسراییلي رژیم په ۱۹۱۷ کال کې د برتانوي استعمار په طرحه او د فلسطین خاورې ته له مختلفو هیوادونو د یهودیانو د مهاجرت له لارې رامینځته او په ۱۹۴۸ کال کې یې موجودیت اعلان شو. له هغه وخت راهیسې د فلسطین د خلکو د نسل وژنې او د هغوی د ټولې ځمکې د نیولولپاره د ډله ایزې وژنې بیلابیل پلانونه ترسره شوي دي.
د ايران د اسلامي جمهوريت په مشرۍ يو شمېر هېوادونه د اسرائيلو د استعماري رژيم د نسکورولو او خپلو اصلي هېوادونو ته د يهودیانو د ستنېدو جدي ملاتړي دي.
کلیدي ټکي : سید حسن نصرالله څوک دی؟، د لبنان حزب الله، د اسرائیلو جنایتونه، د غزې جګړه، د امام حسین (ع) شهادت