د اسرائیلي رژیم پر ضد پراخه لاریونونه
(last modified Mon, 02 Sep 2024 02:12:56 GMT )
Sep 02, 2024 06:42 Asia/Kabul
  • د اسرائیلي رژیم پر ضد پراخه لاریونونه

په اسرائیلو کې په لسګونه زره خلکو د دغه رژیم د لومړي وزیر پر ضد لاریونونه وکړل.

دغه لاریونوالو چې شمېر یې لسګونه زرو ته رسیدو، د صهیونیسټ رژیم څخه وغوښتل چې په غزه کې د دوی د بندیانو د خلاصون په موخه له حماس سره د خبرو اترو میز ته کیني.

د بي بي سي پښتو هم خبر ورکړی چې په اسرائیل کې یوې ډېرې بانفوذه ټولنې 'هیستادروت' د مظاهرو دې غورځنګ د ملاتړ لپاره د دوشنبې پر ورځ د ټوليز کاربنديز غوښتنه هم کړې ده.

د اسرائیلي سیاسي اپوزېسیون مشر یائیر لاپید هم په هغو کسانو کې شامل دی، چې پر دغه رژیم یې د عملي اقدام لپاره د فشار زیاتولو په موخه د اعتصاب ملاتړ اعلان کړی دی.

بل لور د اسرائیلي پلازمېنې ښاروال هم پر خواله رسنۍ ایکس اېکسټرنال یوه پیغام کې ویلي، تل ابیب ښاروالي به هم له اعتصاب کوونکو سره یو ځای شي.

رون هولدای په خپل پیغام کې ویلي، اسرائیل حکومت هغه شپږ یرغمل کسان ''هېر'' کړي وو، چې اسرائیلي ځواکونو یې مړي د سویلې غزې په یوه تونل کې وموندل.

نوموړی وايي، ''اعتصاب له یرغمل کسانو او د دوی له کورنیو سره د یو موټیوالي یو سیمبول دی.''

هغه له خلکو غوښتي چې له سهاره تر غرمې پورې لارو، کوڅو ته ووځي.

دا مظاهرې له هغه وروسته شوې، چې اسرائیلي ځواکونو په غزه کې د هغو شپږ کسانو مړي وموندل، چې حماس یرغمل کړي وو.

 

ټیګونه