صهیونیسټ رژیم ۹۰ فلسطیني وګړي له بند ازاد کړل
Jan 20, 2025 10:17 Asia/Kabul
تهران راډیو ـ وروسته له هغې چې حماس ډلې د صهیونیسټي رژیم درې ښځینه بندیانې تېره شپه له بنده خوشې کړې، د دغه رژیم له لورې هم نوي فلسطیني وګړي ازاد شول.
دغه بندیان چې د سره صلیب په منځګړیتوب ازاد شول، د اسرائيلو لخوا په ازاد شویو فلسطیني بندیانو کې ۶۹ میرمنې او ۲۱ ماشومامن شامل وو.
د فلسطین او اسرائيلو دواړو بندیان پخپلو هېوادونو کې د عامو خلکو او کورنیو لخوا یې تود هرکلی وشو.
د یادونې وړده، چې د حماس غورځنګ او اسرائيلو ترمنځ اوربند تیره ورخ پيل شو، چې نږدې یوه نیمه میاشت به یې لومړی پړاو دوام وکړي.
ټیګونه