فلسطینی ډلو د قدس د نړیوالې ورځې په اهمیت تاکید وکړ
د قدس د نړیوالې ورځې په رانزدې کېدو سره مختلفو فلسطینی ډلو د مختلفو عربی او اسلامی موسسواو ادارو ترڅنګه د دغې نړیوالې ورځې په اهمیت تاکید وکړ.
مختلفو فلسطینی ډلو، په عربی نړۍ کښې د بشری حقوقو ادارو او له صهیونېسټ رژیم سره د تعلقاتوله عادی کولو سره مخالفو تنظیمونو د قدس د نړیوالې ورځې چې د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټ اېښودونکی امام خمېنی (رح) میراث دے د قدس د یهودی کولو لپاره د صهیونېسټ رژیم د پلانونو په باره کښې خبردارے ورکړ.
د العالم ټیلی ویژنی چېنل د رپوټ له مخې د فلسطین اسلامی جهاد غورځنګ یو مشر خالد البطش د امام خمېنی (رح) لخوا د قدس په نړیوالې ورځې باندې د روژې د مبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې نومول د عربی نړۍ په قضیو کښې د قدس د اهمیت د راژوندی کولو لپاره یو فرصت وبله او وې ویل دغه اقدام د مسلمانو او مومنو خلقو په زړۀ کښې د قدس د مقام او فلسطینی ارمان د محوری کېدو څرګنده نښه ده.
د مراکش د بشری حقوقو د جمعیت مشر احمد الهائج هم دفلسطین د مظلوم ولس په خلاف د صهیونېسټ رژیم د جنایتونو په مقابل کښې د نړیوالې ټولنې په خاموشۍ باندې د خواښینۍ په څرګندولو سره وویل د دغو چلندونو مقصد د قدس شریف یهودی کول، د دغه ښار د جوړښت بدلول او له دینی تهذیب او تمدن څخه د قدس لرې کول دی.
د مراکش دکارګرانو او مزدورانو د عمومی اتحادیې رسمی ویاند یوسف علاکوش وویل، د قدس د نړیوالې ورځې مقصد خپل اصلی مقام ته د قدس د راستنولو لپاره کوشش ته په عربی او اسلامی نړۍ کښې د خلقو رابلل دی.
------