عربستان ته د یمن خبرداری: د سختې سزا په تمه ووسئ
پارس ټوډی- د یمن خارجه وزارت په یوه خبرپاڼه کښې سعودي عربستان ته خبرداری ورکړ چې که د یمن له محاصرې لاس وانه خلي نو باید د سختې سزا په تمه ووسي.
پارس ټوډی لیکلي چې د یمن د بهرنیو چارو وزارت نن سهار په یوه خبرپاڼه کښې ویلي دي: عربستان له یمن سره د خپلې ولکې لاندې یوې سیمې په توګه چلند کوي.
دغې وزارتخانې زیاته کړې ده، عربستان د یمن خلکو ته سپک ګوري او زبادل کوي چې اجازه ورکوي د خوراکي موادو او درملو کشتۍ، د یمن بندرونو ته رسیدو ته پریږدي.
په دغې بیانیې کښې راغلي چې د یمن خلک به د هغو لس هاو زرو شهیدانو وینه هیڅکله هیره نه کړي کوم چې په تیرو ۱۲ کالو کښې د عربستان د هوايي بریدونو له امله شهیدان شوي دي.
د یمن د بهرنیو چارو وزارت همداشان ټینګار وکړ چې عربستان ته پکار دي چې له یمنه لاس واخلي او د دې هیواد محاصره او پرې تیری بند کړي او که داسې ونه کړي نو باید د سختې سزا په تمه ووسي.
دغې وزارتخانې زیاته کړه: عربستان دې پوه شي چې د ریاض د هوايي ډګر وضعیت باید د صنعا د هوايي ډګر د حالت په شان وي او د ینبع او جیزان د بندرونو حالت هم باید د الحدیده بندر د وضعت په څیر وي.
د بیانیې به دوام کښې راغلي دي: عربستان دې پوه شي چې صحیح لارې ته ستنیدل، د تیرو تیروتنو او تیري د دوام له لګښته ډیر کم لګښت لري. د یمن غوښتنه واضحه ده او هغه، بشپړه خپلواکي، بشپړ حاکمیت او قانوني حقونه دي.