مېنځنے ختیځ په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۵-۱۰-۲۵
(last modified Tue, 17 Jan 2017 06:37:59 GMT )
Jan 17, 2017 11:07 Asia/Kabul
  • مېنځنے ختیځ په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۵-۱۰-۲۵

ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره مېنځنے ختیځ په تېره اونۍ کښې له یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یوو. له هر څه مخکې د مېنځنی ختیځ د تېرې هفتې د خاصو خبرونو لنډیز وړاندې کوو.

د سعودی جنګی الوتکو د جنورۍ په لسمه نېټه د صنعا ښار د نهم نومې سیمې په یو ښوونځی باندې په درې ځل حملې سره اته زده کوونکی ووژل او پینځلس نور یې ژوبل کړل.

د صهیونېسټ رژیم د جنګ وزیر آویګدور لېرمېن د غزې د تړانګې په پولو کښې د بېلتون د دېوال له جوړولو سره موافقه وکړه.

د اسرائیلو پولیسو تېره هفته د دغه رژیم وزیراعظم بنیامین نتانیاهو د مالی تور په وجه ممنوع الخروج کړ.

په سوریې کښې د ډزبندۍ نوے دور چې د 2016 کال د دسمبر له 30 نېټې شروع شوے ؤ د ترهه ګرو ډلو لخوا د دمشق د وادی بردی سیمې د اوبو د بندېدو په وجه یې خلاف ورزی وشوه او د سوریې فوځ هم تېره هفته یو ځل بیا د ترهه ګرو ډلو په خلاف عملیات شروع کړل.

د آل خلیفه رژیم د بیا نظر کولو محکمې د تېرې هفتې د ګل په ورځ له منامې سره نزدې په کلی کښې په بم اېښودلو کښې د رول لرلو په چټی تور سره د دریو بحرېنی کسانو د حکم په تائیدولو سره د دې هفتې د ایتوار په ورځ دغه حکم عملی شو او دغه درې بې ګناه ځوانان یې پانسی کړل.

په مراکش کښې د دغه هېواد وزیراعظم «عبدالاله بنکران» د کابینې د تشکیل لپاره له ګوندونو سره په سلا مشورو کښې د ماتې په اعلانولو سره وویل،د نوی حکومت د تشکیل لپاره خبرې اترې نه شی کولې له احرار ملی ټولنې او ولسی غورځنګ نومې ګوندونو سره دوام پېدا کړی.

په تیونس کښې په سلګونوتیونسی ښاریزو د دغه هېواد په پائېتخت کښې د مظاهرو په کولو سره دغه هېواد ته د تکفیریانو په ستنېدو اعتراض وکړ او دا یې د دغه هېواد د ملی امنیت لپاره یو ستر ګواښ وبلۀ.

اوس هم په تېره هفته کښې د مېنځنی ختیځ د ځینو مهمو خبرونو تحلیلی رپوټونو ته پام وکړئ:

د یمن په خلاف د سعودی جنګی الوتکو جنایتونو تېره هفته هم دوام وموند. په همدې لړ کښې سعودی جنګی الوتکو د جنورۍ په لسمه نېټه د صنعا ښار د نهم سیمې په یوې مدرسې باندې په درې ځل حملو سره د دغه سکول اته زده کوونکی ووژل او پینځلس نور یې زخمیان کړل. له دې نه علاوه سعودی جنګی طیارو د یوې کیشتۍ چې له جیبوټی څخه یې د تعز المخا ساحل ته عامه خلق وړل په بمبارولو سره د څو ښځو په شمول پینځلس تنه ووژل. د سعودی دغه جنایتونه د یمن د سیاسی عالی شورا له سخت غبرګون سره مخامخ شول. د یمن سیاسی عالی شورا په یوې بیانیه کښې د یمن د پائېتخت صنعا د نهم سیمې په ښوونځی باندې د سعودی جنګی الوتکو د جنورۍ د روانې میاشتې په لسمه نېټه د حملې په غندلو سره وویل دغه جنایتونه به د یمنی ځواکونو له غاښ ماتوونکی ځواب سره مخامخ شی او د دغه هېواد د خلقو د ټینګ اودرېدنې او پائېدارۍ سبب به شی.

د یمن د تېرې هفتې د بدلونونو یو بل مهم خبر دا ؤ چې د ماشومانو د ژغورنې د نړیوالې ادارې سیمه ایز ډائرېکټر اېډورډ سانټیاګو وویل چې د سعودی د حملو په وجه د یمن د روغتیائی نظام د دړې وړې کېدو په وجه د دغه هېواد له لسو زرو نه زیات ماشومان وژل شوی دی.

اېډورډ سانټیاګو همدارنګ وویل چې دغه اداره هره هفته داسې یو زر ماشومان قبلوی چې له ناوړه خوراک او مختلفو بیماریو سره مخامخ دی، خو که د یمن حالات د معمول مطابق وی نو د دغو ماشومانو له مرګ څخه مخنیوے کېدې شی.

د غزې د تړانګې د خلقو په خلاف د صهیونېسټ رژیم د جنایتونو په دوام کښې د دغه رژیم د جنګ وزیر آویګډور لېبرمېن تېره هفته د غزې د تړانګې په پولو کښې د بېلتون د دېوال له جوړولو سره موافقه کړې ده. دغه دېوال چې پینځه شپېتۀ کېلومیټره اوږد دے هم به د زمکې د پاسه او هم تر لاندې جوړ شی. ویل کیږی چې  د دغه دېوال لګښت اته سوه اویا میلین ډالرو ته رسیږی. د بېلتون د دغه دېوال د جوړولو لپاره د صهیونېسټ رژیم بهانه د اسرائیلو دننه ته د ننوتلو لپاره د فلسطینی ځواکونو لخوا د ټونل د جوړولو مخنیوے وبلل شو.

اسرائیلی رژیم په داسې حال کښې د غزې د ټرانګې په پوله کښې د بېلتون د دېوال جوړول په اېجنډا کښې لری چې د فلسطین د بشری حقوقو مرکز تېره هفته د صهیونېسټ رژیم لخوا  د غزې د تړانګې د بشپړه محاصرې په نتیجه کښې په دغه سیمه کښې د فقر او مسکینۍ د پینځۀ شپیتۀ فیصده زیاتېدو په اعلانولو سره وویل چې د غزې په تړانګه کښې بې روزګاری اوۀ څلوېښت فیصده زیاته شوې ده  او د دغې سیمې اتیا فیصده خلق له بهرنیو مرستو څخه خپل ورځنی ضرورتونه پوره کوی.

د 2016 کال په ستمبر کښې د نړیوال بېنک په رپوټ کښې په غزه کښې د بې روزګارۍ اندازه درې څلوېښت فیصده او د فقر او غریبۍ اندازه له شپېتو فیصدو زیاته وه.

په همدې حال کښې له فلسطینی کډ والو سره د مرستې لپاره د ملګرو ملتو د هنګامی مرستو د غږملوونکې کمېټۍ عالی کمېشنر پیر کراهنبول تېره هفته په ختیځی قدس کښې د فلسطینیانو او یا هغو فلسطینی کډوالو چې د سوریې د بحران په وجه د دغه هېواد پرېښودو ته مجبور شوی دی د بحرانی حالت په باره کښې د خبرداری په ورکولو سره د دغو کډوالو چارو ته د رسائۍ لپاره د 813 میلین ډالرو بودجې غوښتنه وکړه. پیرکراهنبول د هغوفلسطینیانو شمېر چې د نړیوالې ټولنې انساندوستانه مرستو ته ضرورتمن دی نهه لکه اولس زره تنه اټکل کړی دی چې د هغه د وېنا له مخې دغه شمېر 2000 میلادی کال په نسبت لس برابره زیات شوے دے.

د صهیونېسټ  رژیم پولیسو تېره هفته د دغه رژیم وزیراعظم بنیامین نتانیاهو د مالی تور په علت ممنوع الخروج اعلان کړ. د اسرائیلو پولیسو نتانیاهو ته وویل  چې د تفتیش په مرحله کښې او په قانونی تدابیرو کښې د خنډ د رامنځته کولو د احتمال په سبب له اسرائیلو څخه نه شی وتلې. له دې امله بنیامین نتانیاهو تېره هفته ډیووس ته خپل سفر لغو کړ. بنیامین نتانیا هو په وروستیو هفتو کښې څو ځل د مالی تور په وجه له تفتیش سره مخامخ شو. د مالی فساد او په غېر قانونی توګه د اموالو د ترلاسه کولو په تور له بنیامین نتانیاهو څخه د پولیسو له تفتیشه وروسته د لیکوډ ګوند غړیو هم د اسرائیلو د وزیراعظمۍ له پوسټ څخه د هغۀ د څنګته کېدو غوښتنه وکړه. د لیکوډ ګوند وزیرانو او  غړیو د دغه ګوند له مشر بنیامین نتانیاهو غوښتی دی چې د مالی فساد په موضوع کښې دې د خپل کردار ځواب ورکړی، د دې په غېر صورت کښې پکار دی له خپل پوسټه څنګته شی.

په تېره هفته کښې له نیواکی زمکو څخه یو بل خبر دا ؤ چې دغه رژیم د صهیونېسټ مېشته ښارګیو د جوړولو په خلاف د امنیت د شورا د پرېکړلیک د تصویب په وجه  له ملګرو ملتو سره د خپلو مرستو اندازه شپږ میلین ډالره یعنې د خپلې کلنۍ ونډې څلوېښت فیصده کمه کړه. په ملګرو ملتو کښې د صهیونېسټ رژیم استازی ډېنی دانون په دې اړه وویل، د اسرائیلو لپاره څه معنا نه لری چې په ملګرو ملتو کښې  هغو ادارو سره مرسته وکړی چې د اسرائیلو په خلاف عمل کوی.

تېره هفته د سوریې د فوځ او په دغه هېواد کښې د وسله والو ډلو ترمېنځ د ډزبندۍ خلاف ورزی وشوه. په سوریې کښې د ډزبندۍ نوې مرحله د 2016 کال د دسمبر له دېرشمې څخه شروع شوه خو د ترهه ګرو ډلو لخوا هره ورځ د ډزبندۍ خلاف ورزی په تېره بیا د دمشق د وادی بردی سیمې د اوبو د بندولو په اړه د دغو ډلو خلاف ورزی د دې سبب شوه چې د سوریې فوځ د ترهه ګرو ډلو په خلاف عملیات بیا شروع کړی.

د دمشق وادی بردی سیمه د سوریې د پائېتخت د اوبو د پوره کولو سرچینه ده. په سوریې کښې د ملګرو ملتو د انساندوستانه مرستو د ډلې چارواکی یان اېګلېنډ د دمشق د اوبو د بندېدو په ردعمل کښې وویل: له اوبو څخه د خلقو بې برخې کول بې له شکه یو جنګی جنایت دے ، ځکه چې دغه اوبۀ غېر فوځیانو ته رسیږی.

په همدې لړ کښې د سوریې ولسمشر بشار اسد هم د ترهه ګرو لخوا د ډزبندۍ د خلاف ورزۍ په باره کښې له فرانسوی رسنیو سره په مرکه کښې وویل، ترهه ګرو د دمش د اوبو په اصلی سرچینې قبضه کړې او له پینځو میلینو زیات عامه خلق یې له اوبو بې برخې کړی دی او د سوریې فوځ د دغې سیمې د ازادولو لپاره ټول کوششونه کړی دی. د ترهه ګرو په خلاف د سوریې د فوځ له بیا جنګ شروع کولو وروسته د دمشق د ریف ګورنر علاء ابراهیم له سیمې څخه د ترهه ګرو د وېستلو په هدف سره له دمشق سره نزدې په وادی بردی سیمه کښې د وسله والو ډلو له مشرانو سره د یوې موافقې د ترلاسه کېدو خبر ورکړ. علاء ابراهیم وویل، د دغې موافقې له مخې په وادی بردی کښې وسله والې ډلې خپلې وسلې د سوریې چارواکو ته حواله کوی او وسله وال عناصر له دغې سیمې څخه بهر ووځی او د سوریې په شمال لویدیځ کښې له ادلب سیمې خواو شا ته ځی او  بیا د وسله والو کسانو او ترهه ګرو په ځاے د سوریې د فوځ یونټونه له مېنونو او چاودېدونکو موادو څخه د سیمې د پاکولو په هدف سره وادی بردی سیمې ته ننووځی.

---------

 

ټیګونه