دفلسطین ظالمانه نیواک دتاریخ یوه ناپاکه او ککړه پاڼه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i41366-دفلسطین_ظالمانه_نیواک_دتاریخ_یوه_ناپاکه_او_ککړه_پاڼه_ده
دایران داسلامی انقلاب معظم لارښود او دملسمانانو ولی امر حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي په تهران کې د فلسطین دانتفاضې په ملاتړ کې د شپږم نړیوال کنفرانس دګډون کونکو په ټول کې پخپلې وینا کې وفرمائيل ؛ دفلسطین د مقاومت کونکي میړني،صابر اومظلوم ملت غمجنه او بوږنونکي قضیه ، په حقیقت کې دهر آزادي ، عدالت او حق غواړي انسان زړه دردوي او له هغوي سره په غم کې شریک کیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 21, 2017 09:33 Asia/Kabul
  • دفلسطین ظالمانه نیواک  دتاریخ یوه ناپاکه او ککړه  پاڼه ده

دایران داسلامی انقلاب معظم لارښود او دملسمانانو ولی امر حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي په تهران کې د فلسطین دانتفاضې په ملاتړ کې د شپږم نړیوال کنفرانس دګډون کونکو په ټول کې پخپلې وینا کې وفرمائيل ؛ دفلسطین د مقاومت کونکي میړني،صابر اومظلوم ملت غمجنه او بوږنونکي قضیه ، په حقیقت کې دهر آزادي ، عدالت او حق غواړي انسان زړه دردوي او له هغوي سره په غم کې شریک کیږي .

 حضرت آیت ا... العظمی سیدعلی خامنه اي  په دوام کې وفرمائيل ؛دفلسطین دمظلوم ملت  وحشي ډوله ځپل، پراخې نیونې ، قتل عام او لوتول ، د دغه ملت دټاټوبو نیولل  او په هغو کې بیا دښارګوټو جوړول ، دمسجد الاقصی  او نورو اسلامی  او مسیحي سپيڅلوځایونو   او دقدس دسپيڅلي ښآر  دڅيرې او هویّت دبدلولولپاره هڅه، له دغه جنایتکار  او وحشي ډوله صهونیسټي رژیم څخه  دامریکا اوځينو نورو لودیځي  حکومتونو  په هر اړخیز ملاتړونو سره  په داسې حال کې دوام لري چې  له بده مرغه   له غوره  نړیوال  غبرګون سره  مخامخ    نه دي .

دمسلمانانو ولی امر وفرمائيل ؛ دفلسطین تاریخ او ظالمانه نیواک  او د دغه اتل ملت  میړنی مقاومت او  دمیلیونونو انسانانو کډوالیدا ،ډيرې ټيټې هسکې لري .   د فلسطین  ملت   ته دا ویاړ حاصل دی چې  خداوندمتعال  پر دوي  احسان کړی  او  د الاقصی جومات او  د دغه سپيڅلي ټاټوبي  څخه د دفاع ستر رسالت ئې  د دوي پر  اوږو ایښی دی .

 د اسلامی انقلاب معظم  لارښود او  دمسلمانانو ولی امر   یادونه وکړه ،  په تاریخ کې  هوښیاره هڅه اوځيرتیا  ښئ چې  دتاریخ په هیڅ یوه پړاؤ کې  دنړۍ یو ملت هم  د دغه شان بوږنونکي،او  ظالمانه او غیر انساني قضیې سره لاس او ګریوان شوی نه دی . 

دوي پخپلې وینا کې  وویل ،  دسیمې په څو اسلامی هیوادونو کې  روانې شخړې لامل شوي دي،څو دفلسطین له موضوع  او دقدس  دآزادۍ له سپيڅلي آئيډیا  ملاتړ پيکه شي،د دغو بحرانونو اوشخړو نتیجې ته  پام کول،  مونږ  ته   رازده   کوي چې  له دغې قضیې  کوم قدرتونه ګټه  پورته کوي.؟ 

 حضرت آیت  ا...العظمی سید علی خامنه ای ټينګار وکړ،هغه کسان چې  په  سیمې کې ئې  صهونیسټ رژیم راپنځولی دی څو  د   یوې اوږدې جګړې دتپلو له  لارې، دسیمې د پرمختګ ، او د سولې اوثبات دټينګیدو  خنډ شي . اوس دا دی  پرټولو روښانه شوې چې ، د موجوده فتنو ترشا ولاړ دی .

داسلامی انقلاب معظم لارښود او  دمسلمانانو ولی  امر  د دې خبرې په کولو سره  چې  هیڅکله  باید  دفلسطین له  مظلوم  ولس  څخه  دسیاسی ملاتړ له اهمیّته  غافل نشوچې  په اوسنۍ نړۍ کې  له ځانګړي ا همیّته  برخمن دی ، روښانه کړې ،  په هرې سلیقې  او  رودې سره  مسلمان  او آزادي  غواړي ملتونه