د تدمر په ختیځ کښې د سوریې د فوځ پرمختګ دوام لری
(last modified Thu, 16 Mar 2017 15:39:33 GMT )
Mar 16, 2017 20:09 Asia/Kabul
  • د تدمر په ختیځ کښې د سوریې د فوځ پرمختګ دوام لری

د سوریې فوځی او مقاومتی ځواکونو د حمص صوبې د تدمر ښار په ختیځ کښې د کوه المزار خواوشا سیمې د ترهه ګرو ډلو له قبضې ازادې کړې.

د سوریې د سانا سرکاری خبری اژانس د نننی رپوټ له مخې د سوریې ځواکونو همدارنګ د تدمر د ختیځ په پینځلس کېلومیټرۍ کښې یو شمېر داعشی ترهه ګر هلاک او یا زخمی کړل.

د سوریې فوځی او مقاومتی ځواکونو پرون هم د تدمر په ختیځ کښې وادی احمر او قلعه الهری سیمې د داعشی ترهه ګرو له قبضې ازادې کړې .

په همدې حال کښې د سوریې ټیلی ویژن رپوټ ورکړ چې  سوری ځواکونو په درعا او سویدا صوبو کښې هم په لسګونو تکفیری ترهه ګر په هلاکت ورسول.

سوریه څه د پاسه پینځه کاله وشول چې د داعش او جبهه النصره په شان وسله والو تره ګرو ډلو چې د لویدیځ او د سیمې د ځینو هېوادونو ملاتړ ورته حاصل دے د شتون په وجه له بحران سره مخامخه ده.

 

ټیګونه