په تیر لمریز کال کې نړۍ ته کتنه
دتهران دپښتو خپرونې دانټرنیټي پاڼې خوږومینه والو په ۱۳۹۵لمریز کال کې نړۍ ته دکتنې په نننۍ برخې کې هم د بحرین حالاتو او بدلونونو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او وینو چې د ۱۳۹۴لمریز کال په نسبت په ۱۳۹۵لمریز کال کې د بحرین د انقلابی ولس په ضد د آل خلیفه رژیم جنایتونه او تاؤتریخوالي په اوڅاره توګه زیات شوي وو . په دې اړه درسره غږیږو هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ .
بحرین په ۱۳۹۵لمریز کال کې د آل خلیفه رژيم د تاؤتریخوالو د ودې کتونکی ؤ چې د دغه کال د تاؤتریخوالو په مثالونو کې د شیخ عیسی قاسم د تابعّیت سلبولو ، دشیخ علی سلمان لپاره دنهه کلن بند دسزا حکم ، د اسلامی وفاق غورځنګ د ړنګولو فیصله او همداراز د درو بحریني ځوانانو د پانسۍ فیصلې ئې هم په سر کې وې .
آل خلیفه رژيم د ۲۰۱۶کال په جون کې د بحرین د اتیا کلن نامتو مبارز روحاني او دیني عالم آیت ا... شیخ عیسی قاسم تابعیّت سلب کړ . د آل خلیفه رژيم په اعلامیې کې د دغه نامتو شیعه دیني عالم د تابعیّت د سلبولو دلیلونه هم د فرقه پالو تاؤتریخوالو د پراختیا او د بهرنیوګټو په خدمت کې له خپل مقامه ناسمه استفاده بلل شوې دي . آل خلیفه رژیم په داسې حال کې د شیخ عیسی قاسم تابعیّت سلب کړی چې د هغه عمر هم دآل خلیفه رژیم د عمر دوه برابره دی او د آل خلیفه قدرت ته له رسیدو څو لسیزې مخکې دغه ستر دیني عالم په دغه هیواد کې موجود ؤ او د بحرین د اهل تشیع رهبري ئې په غاړه درلودلې ده .؟
د آل خلیفه رژيم د عدالت دغه فیصله دبحرین د ولس له پراخ غبرګون سره مخامخ شوې ، په دې ډول چې د دغې فیصلې له صادریدو وخت راهسې د ۱۳۹۵ لمریز کال تر روستیو شپو ورځو پورې دبحرین ولس هره اونۍ د جمعې په ورځې د دغه هیواد د پلازمینې منامې په الدراز سیمې کې دشیخ عیسی قاسم د کور په وړاندې پرلتۍ وهي او د دغه روحاني په وسیله د جمعې لمانځه د ترسره کیدا او د کلابندۍ د ختمولو غوښتنه کوي . په عین حال کې د بحرین حکومت د ولس اعتراضونو ته له پامه پرته دتور ګوته د شیخ عیسی قاسم په لور اوږده کړې ده . شیخ عیسی قاسم د پیسو په غیرقانوني ډول غونډولو او همداراز په یمن کې دتاؤتریخوالي د دودولو لپاره له شرعي سرچینو په استفادې تورن شوی دی . خو د هغه محاکمه څو ځله ځنډول شوې ده . شیخ عیسی قاسم هم اعلان کړی دی چې په محکمې کې د دغه ډول جعلي تورونو په وړاندې هیڅکله هم نه حاضریږي.
دبحرین حکومت له ۲۰۱۲کاله د ۲۰۱۷کال ترفرورۍ میاشت پورې دڅه دپاسه دوه سوه اتیا بحرینیانو تابعيت سلب کړی چې په هغو کې د کابو دوه سوه کسانو تابعیّت ، په ۲۰۱۵کال کې سلب شوی دی . په دغو کسانو کې چې تابعیّت ئې سلب شوی ، د پوهنتونونو استاذان ،مذهبی مشران ،تاجران او د پارلیمان پخواني استازي هم شامل دي .
د بحرین د الوفاق غورځنګ عمومی منشي شیخ علی سلمان هم یو بل بحرینی دینی عالم ؤ چې په تیر میلادي کال کې د آل خلیفه رژيم د محکمې له بې انصافه فیصلې سره مخامخ شو . شیخ علی سلمان په ۲۰۱۴ کال کې د هیواد د امنیت په ضد د ګواښ په دلیل وینول شو او په تیرو دووکلونو کې دهغه په ضد د محکمې دوې مختلفې فیصلې صادرې شوې . په داسې حال کې چې د بحرین د الوفاق غورځنګ عمومی منشي د ۲۰۱۵کال په جون کې په څلور کلن بند محکوم شو او دغه فیصله د ۲۰۱۶کال په مئ کې بیا نهه کلن بند ته زیاته شوه چې د بحرین د اداري عدالت دیوان هم په دسمبر کې د شیخ علی سلمان د نهه کلن بند فیصله تائيد کړه .
په عین حال کې په بحرین کې د رژيم خوراسترمخالف غورځنګ یعني د الوفاق غورځنګ حذفیدل هم د آل خلیفه رژیم په ایجنډا کې شامل شو .له همدې امله ، د بحرین لوړې محکمې د جولائي په اولسه نیټه د الوفاق غورځنګ د ړنګولو او د هغو د اموالو د مصادره کولو فیصله صادره کړه د محکمې د فیصلې په اساس د الوفاق غورځنګ مصادره شوي شتمنۍ او ځایونه باید حکومتي خزانې ته منتقل شي .د بحرین د الوفاق غورځنګ په ضد د آل خلیفه رژیم دمحکمې د دغې فیصلې دلیلونه هم د تاؤتریخوالو راپورته کول ، د حکومت ضد اعتراضونو لپاره هڅونې او له ترهه ګرۍ ملاتړ اعلان شو . پر دې اساس د بحرین د اپیل محکمې هم د ۲۰۱۷کال په فرورۍ کې د الوفاق غورځنګ د ړنګولو او د دغه ګوند دشتمنیو د مصادره کولو په فیصلې کې د بیا کتنې له غوښتنې سره مخالفت کړی دی.
الوفاق غورځنګ په ۲۰۰۱کال کې تاسیس شوی او د ۲۰۱۰کال په پارلیماني انتخاباتو کې ئې دبحرین دپارلیمان اتلس څوکۍ چې شیعیانو ته بیله شوي وې وګټل شوې ، خو د دغه ګوند استازو په ۲۰۱۱کال کې د مظاهرو په ځپنې په اعتراض کې په ډله ایز ډول استعفی ورکړه .
په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د آل خلیفه رژيم یو بل ځيږ اقدام د دروبحریني ځوانانو پانسي کول وو . د بحرین حکومت د روان کال دجنورۍ په شپاړسمه نیټه د بحرین د ولس غوښتې ته له پامه پرته،درې ځوانان پانسي کړل . آل خلیفه رژيم مدعي ؤ چې دغو کسانو د ۲۰۱۴کال دمارچ په ترهه ګرو عملیاتو کې چې د بحرین د لسو او د یوه امارتي امنیتي افسر د وژلې لامل شوي ، لاس درلود، خو آل خلیفه رژيم په دې باب د محکمې خوښې وړ هیڅ سند وړاندې نه کړ . دا لیدتوګه هم موجوده وه چې د متحده عربی اماراتو حکومت د ۲۰۱۴ کال په مارچ کې د یوه اماراتي امنیتی افسر د وژل کیدو په وجه ،د بحرین پر رژيم د دغو درو بحرینیانو د پانسی کولو لپاره دباؤنه اچولي دی . په عین حال کې،ویل کیدلی شي د درو بحرینیانو په پانسي کولو کې د آل خلیفه رژيم واقعي موخه د بحرین د ولس په ضد د ویرې او وحشت رامینځة کول وو ، ځکه هره هغه یوه روده چې د بحرین رژیم د دغه هیواد د انقلابیانو په ضد د امنیتي سټراټژۍ په چوکاټ کې کارولې ،د آل خلیفه رژيم په ضد د ښاریزو د اعتراضونو د دریدا او یا حتی د کمیدا لامل شوي نه ده . پر دې اساس آل خلیفه رژیم د درو بحرنیانو ځوانانو په پانسي کولو سره ،د بحرین په ټولنې کې د ویرې او وحشت د رامینځةکولو لباره له یوې تر ټولو ځيږې رودې یعني :له سیاسی پانسۍ : څخه په استفادې پسې شوی دی . داده چې د بحرین پر بدلونونو په لوديځي آسیا سیمې او دغه راز په نړیوال نظام کې عمومی افکار د سورئې ،عراق و حتی د یمن او لیبیا له بدلونونو په لاکمه اندازه متمرکز شوي دي . د بحرین حکومت د سورئې ،یمن اوعراق د بحرانونو نوی بهیر د یوه فرصت په توګه په نظر کې نیولی دی . په داسې حال کې چې دعراق، سورئې ،یمن مهمو بدلونونو ته په مینځني ختیځ کې دعمومی افکارو پام ، متمرکز شوی ؤ ، دبحرین حکومت له دغه فرصته دخپلو مخالفانو په تیره بیا د رهبرانو په ضد د تاؤتریخوالو د زیاتولو لپاره استفاده وکړه .
= د آل خلیفه رژیم په وسیله د بحرین د درو ځوانو ښاریزو پانسي کیدل ، د فرورۍ د څوارلسمې د ځوانانو د ائيتلاف، د اسلامی الوفاق غورځنګ په مشرۍ دشپږګوڼي ائيتلاف او درې ګوڼي ائيتلاف او همداراز دبحرین د ځينو نورو سیاسی بهیرونو له بیلابیلو غبرګونونو سره مخامخ شول . : الوفاء اسلامی بهیر ، چې په ۲۰۰۹کال کې جوړ شوی او رهبري ئې هم دعبدالوهاب حسین په غاړه ده ، دآل خلیفه رژيم د درومخالفو ځوانانو د پانسی کیدو په غبرګونو کې اعلان وکړ، د بحرین ولس له دې وروسته له ځانه د دفاع لپاره له وسلو د استفادې حق لري . په همدې لړ کې د بحرین الوفاء اسلامی غورځنګ یوه مشر سید مرتضي السندي وویل ،د سوله ایز انقلاب مرحلې ، د بحرین د ولس لپاره له لازیات ظلم پرته ،بله بریا نه ده درلودلې او د دغه غورځنګ غړي به ، له همدااوسه په ډګر کې وسله وال ګام پورته کړي . . د بحرین د ولس د کرامت ، سپيڅلو مقاماتو ، حریم او د وینې د دفاع په خاطر د وسلو د کارولو لپاره واضح او ورښآنه دلیلونه شته دي،ځکه چې هغه وروستي جنایتونه چې آل خلیفه رژيم د درو بحریني ځوانانو په پانسي کولو سره کړي دي ، د بحرین د ولس وینې ته بې احترامي ده او په همدې دلیل هم د هغو مکانیزمونو او رودو بدلیدا ،چې په وروستیو کلونو کې ترې استفاده شوې ، ضروري شوي ده .
سرایا المختار په نامه غورځنګ هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی دي ، دنیواکګرو مافیا ، له ټولو سرو کرښو ،اصولو او ارزښتونو تیره شوې ده . د بحرین د مسلمان او میړني ملت د ټولو پرګنو د وژلو لپاره ئې د ځپونکو او جنایتکارو تدبیرونو په غوره کولو سره تیاریانې کړي دي ، خو په دغه جنایت سره ئې ځان ته ګور کیندلی دی :::د دغه غورځنګ په اعلامیې کې ویلی شوي دي ،چې د دغه رژيم هر یو تالی څټی به چې په هر پوځي اویا غیر پوځي اورګان یا تشکیلاتو کې وي په نښه به ئې کړي .
په عین حال کې د اسلامی الوفاق غورځنګ په مشرۍ شپږ ګوڼي ائيتلاف او همداراز د فرورۍ د څوارلسمې د انقلاب د ځوانانو ائيتلاف د بحرین د دغو درو ښآریزو د پانسي کیدا په محکومولو سره هماغه راز د آل خلیفه رژيم د سیاستونو په ضد د دغه هیواد د ولس د سوله ایزو مظاهرو غوښتنه کړې ده. په عین حال کې د بحرین د الوفاق غورځنګ دعمومی منشي مرستیال شیخ حسین الدیهي د دې په محکومولو کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره چې د آل خلیفه رژیم د دغه جنایت په باب ئې د نړیوالو څيړنو د اجرا غوښتنه کړې،وئيلی دي،مونږ له نړیوالې ټولنې غواړو د بحرین د وروستیو بدلونونو او د آل خلیفه رژیم د خطرناکو اقداماتو په وړاندې دې جدي دریځونه غوره کړي . ....
د شیخ عیسی قاسم د تابعیَت دسلبولو ،دشیخ علی سلمان لپاره د نهه کلن بند فیصلې او همداراز د درو بحرنیانو ځوانانو د پانسي کولو پشمول په تیر ۱۳۹۵لمریز کال کې په بحرین کې د تاؤتریخوالو زیاتیدا ثابته کړې ده ، چې له یوې خوا د بحرین په مدیریّت کې د آل خلیفه رژیم کافي توانمني نه لري او له بل پلوه ،آل خلیفه رژيم د سعودي عربستان وهابیانو له تفکراتو او رژيمه اغیزمن شوی دی . داسې ښکاري چې آل خلیفه رژيم هماغه شان د مخالفانو په ضد تاؤتریخوالو ته دوام ورکوي چې په دغو وروستیو تاؤتریخجنو اقداماتو کې دجنورۍ په ۲۲نیټه په منامې کې د الدراز کلابند شوي سیمې باندې د بحرین دامنیتي ځواک یرغل ته اشاره کولی شو،چې کابو۳۷ بحرینیان ئې سخت ټپیان کړل او دغه راز یو شمیر نور هم پکې نیول شوي دي
(سیماب)
***********************************************