په تېرکال کښې مینځنی ختیځ ته د دنیا له سلو هېوادونو څخه دېرش زره ترهه ګر لاړ دی
په ملګرو ملتو کښې د یو تائید شوی رپوټ له مخې په تېر کال کښې له ټولې دنیا نه له دېرش زرو نه زیات دهشتګرد له وسله والو او شورشی ډلو سره د یوځاے کېدو لپاره مینځنی ختیځ ته راغلی دی.
د ملګرو ملتو د امنیت د شورا په وروستۍ غونډه کښې د مینځنی ختیځ د صلحې د چارو خاص غږملوونکی «نېکول ملادنوف» ویلی دی چې یوازې په 2016 کال کښې د دنیا له مختلفو سلو هېوادونو نه له دېرشو زرو نه زیات دهشتګرد په مینځنی ختیځ کښې له دهشتګردو وسله والو او شورشی ډلو سره د یوځاے کېدو لپاره دغې سیمې ته لاړ دی.
ملادنوف د خپل رپوټ په وړاندې کولو سره وویل چې د مینځنی ختیځ په دهشتګردو ډلو کښې د بهرنیو وسله والو شتون هم د سیمې صلح او امنیت په خطر کښې اچولے دے او ورسره ورسره د نړۍ امنیت او قراری هم ګواښی.
د ملګرو ملتو د غږملوونکی د وېنا له مخې ځینې دهشتګردانه عملیات او د ناامنیو زیاتوالے چې په اوس حال کښې د لویدیځو هېوادونو په سړکونوکښې یې کتونکی یوو د همدغو جګړمارو او دهشتګردو خپلو وړومبنیو وطنونو ته له ستنېدو څخه متاثره او د ځان وژونکو او دهشتګردانه اقداماتو د جاری ساتلو په وجه دی.
هغه رپوټ چې د ملګرو ملتو غږملوونکی مینځنی ختیځ ته په تېر یو کال کښې د تقریباً دېرش زره بهرنیو دهتشګردو د تګ په اړه وړاندې کړے دے خپله د هغه خطر تائیدونکے دے چې له دې مخکې هم د دمشق حکومت د سیمې د هېوادونو په خلاف د لویدیځ د دهشتګردانه ګواښ په اړه ورته اشاره کړې او تاکېد یې پرې کړے ؤ
یوازې په 2015 کال کښې اعلان وشو چې په مجموعی توګه تقریباً 4294 اروپایان له سوریې سره د جنګ لپاره تلی دی چې له دغو څخه دېرش فیصده اروپائی هېوادونو ته ستانۀ شوی دی او څوارلس فیصده هم وژل شوی دی. له دغو څخه اکثر کسان د اروپا له ښاریزو سیمو یا د سترو ښارونو له خواوشا څخه دی.
په دې مېنځومان کښې په سوریې کښې د دهشتګردۍ د بحران د دوام یوه وجه مینځنی ختیځ ته په تېره بیا له اروپا نه د دهشتګردو د مهاجرت دوام بللې شوو. یوه داسې موضوع چې که څه هم اروپائی چارواکی د دا ډول مهاجرتونو له دوام څخه مخنیوے کولې شی خو د دهشتګردو له دا ډول پراختیا څخه مخنیوے او کنټرول نه کوی. شاید د لویدیځوالو او اروپاوالو چارواکو په ګمان له اروپا څخه مینځنی ختیځ ته د دهشتګردو سفر د اروپا امنیت ټینګولې شی، حال دا چې خپلو وطنونو ته په ستنېدو د دهشتګردو لخوا په اروپا کښې په خاصه توګه په فرانس کښې د بم اېښودلو، ځان وژونکو او دهشتګردانه اقدماتو زیاتوالی مینځنی ختیځ ته د دهشتګردو د مهاجرت له لارې د اروپا د امنیت د زیاتېدو موضوع تر پوښتنې لاندې راوستې ده.