د لبنان حزب الله پر مسجدالحرام د حملې کوشش وغنده
Jun 24, 2017 15:23 Asia/Kabul
د لبنان حزب ا... غورځنګ د تکفیري او ترهګرو ډلګیو لخوا په مکه مکرمه کښې په مسجدالحرام باندې د حملې کوشش په کلکه وغنده.
د مهر خبري آژانس د خبر له مخې د لبنان حزب ا... په یوه خبرپاڼه کښې اعلان وکړ چې د رمضان په مبارکه میاشت کښې د مسجدالحرام د هدف ګرځولو هڅه د تکفیري او ترهګرو ډلو د جنایتکارو تفکراتو بیانونکې ده.
د لبنا د حزب ا... غورځنګ په خبرپاڼه کښې راغلي دي: ترهګرې ډلې د انساني میراث او دیني مقدساتو لپاره د هیڅ ارزښت قائل نه دي او د هغوي په بوږنونکو جنایتونو کښې چې د فتنه اچونکو او ګمراه کونکو فتواو په استناد ترسره کیږي، ټول نسلونه او عقیدې شاملیږي.
د لبنان حزب ا... له پوهانو او عالمانو وغوښتل چې د تکفیري او ترهګرو ډلو د ورانونکو عقایدو او تفکرانو په وړاندې ودریږي او دغه جنایتونه وغندي.