د قطر بایکاټ به جاري ساتو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i53074-د_قطر_بایکاټ_به_جاري_ساتو
د قطر د بایکاټونکو څلورو هیوادونو خارجه وزیرانو نن په منامه کښې د خپلې غونډې په بیانیه کښې یوځل بیا پر خپلو تیرو دریځونو او د دغه هیواد د بندیزونو په دوام ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 30, 2017 16:04 Asia/Kabul
  • د قطر بایکاټ به جاري ساتو

د قطر د بایکاټونکو څلورو هیوادونو خارجه وزیرانو نن په منامه کښې د خپلې غونډې په بیانیه کښې یوځل بیا پر خپلو تیرو دریځونو او د دغه هیواد د بندیزونو په دوام ټینګار وکړ.

ایسنا د سکای نیوز په حواله لیکلي چې د بحرین د بهرنیو چارو وزیر خالد بن احمد آل خلیفه د ننۍ غونډې په پاې کښې وویل: قطر باید د څلورو هیوادونو د غوښتنو دیارلس واړه بندونه اجرا کړي.

هغه په عین حال کښې څرګنده کړه چې د قطر خلاف روان تدابیر به جاري وي خو که دوحه بدلوني بهیر ته خپل چمتووالی وښئي نو دوي هم خبرواترو ته تیار دي.

همداشان د عربستان خارجه وزیر عادل الجبیر وویل چې قطر باید له تیري ګرو سیاستونو لاس واخلي او د ښه ګاونډیتوب سیاستونه خپل کړي.

د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر عبدا... بن زاید آل نهیان هم د دغو هیوادونو  د غوښتنو تر پوره کیدو د قطر د بایکاټولو د دوام غوښتونکی شو. او د مصر خارجه وزیر سامح شکري بیا وویل: د دیارلس ګونو غوښتنو په لړ کښې هیڅ ډول مذاکره نه کوو.

دغو څلورو بایکاټونکو هیوادونو قطر د ریاض په مشرۍ عربي بهیر سره په ملګرتیا نه کولو او له ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړی دی.