قطر عربستان د حج په سیاسي کولو تورن کړ
د قطر د اوقافو او اسلامي چارو وزارت د قطري حاجیانو د نوم لیکنې د سایټ په بندولو کښې د دغې وزارتخانې د اقدام په هکله خبرونه دروغ وبلل.
د قطر د اوقافو او اسلامي چارو وزارت په خپل ویب سایټ کښې د قطري حاجیانو د نوم لیکنې د برخې په بندولو کښې د دغې وزارتخانې د اقدام په هکله د خبرونو په ناسم بللو سره وویل: دا سعودي رسنۍ دي چې له قطر سره د ضدیت په دوام کښې جعلي خبرونه خپروي.
د قطر د اسلامي چارو او اوقافو وزارت د حج له سیاسي کولو د خواشینۍ په ښودلو سره د حاجیانو د امنیت په هکله اندیښنه وښودله او څرګنده یې کړه چې سعودي مسئولان په دې لړ کښې څه ضمانت ورکوي؟
د ویلو ده چې د سعودي الاخباریه ټي وي چینل ادعا کړې وه چې د حج د فریضې ترسره کولو لپاره د قطر د اوقافو او اسلامي چارو د وزارت لخوا د دغه هیواد د حاجیانو د نوم لیکنې د صفحې د بندیدو په وجه د قطر خلک ونه توانیدل چې عربستان ته د تګ لپاره د حج ویزې ترلاسه کړي.