د بحرېن خلقو د یمن له مظلومو خلقو سره د پېوستون اعلان وکړ
د بحرېن د ځوانانو ائتلاف د یمن له مظلومو خلقو سره د پېوستون په خاطر د مظاهرو کولو غوښتنه وکړه.
د بحرېن چاپ منامه پوسټ ورځپاڼې نن رپوټ ورکړ، د فرورۍ د څوارلسمې د انقلاب ځوانانو د بحرېن له ټولو خلقو وغوښتل چې سبا جمعې په ورځ دې د یمن له مظلومو خلقو سره د پیستون په خاطر په مظاهرو کښې ګډون وکړی.
دغه ائتلاف په خپله ټوئټر پاڼه کښې وویل دغه مظاهرې «په یمن حملې بندې کړئ» تر عنوان لاندې جوړیږی. د بحرېن د ځوانانو ائتلاف اعلان وکړ د بحرېن خلق به په دغو مظاهرو کښې په یمن باندې د سعودی رژیم او د هغه د انډیوالانو د ظالمانه یرغل او د بې ګناه یمنی خلقو د قتل عام په بندولو تاکید وکړی.
سعودی عرب د امر یکې، لو ید یځو هېوادونو او د ر یاض د عربو انډیوالو هېوادونو په ملاتړ سره د 2015 کال له مارچ څخه د یمن د مستعفی او فراری ولسمشر عبد ربه منصور هادی اقتدار ته د ستنولو په بهانه په یمن باندې د فوځی تیری او د دغه هېواد د زمکنۍ، سمندری او هوائی محاصرې اقدام کړے دے.