فلسطین،داسلامی نړۍ لومړنۍ موضوع
دایران د اسلامی جمهوریت ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمینی د قدس د ورځ په توګه د روژې دمبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې په اعلانولو سره له فلسطینه ملاتړ، نړیوال ډګر ته وارد کړ او په دغې لیدتوګې سره ئې وښودله چې دفلسطین موضوع د اسلامی نړۍ لومړنۍ موضوع ده .
په تهران کې د اهل بیت علیهم السلام دمحبانو د نړیوالې غونډې مشورتی شورا داسلامی نړۍ د لومړنۍ اندیښنې او موضوع په توګه د فلسطین مسئلې ته دځانګړی اهتمام په ضرورت په ټینګار سره د دوشنبې په ورځ په تهران کې خپل کار پای ته ورسوۀ.
دغه غونډه داسلامی نړۍ د لسګونو غوره شخصیتونو او پوهانو په شتون سره ترسره شوه . په دغې غونډې کې ګډون کونکو په یوې اعلامیې کې د دقدس شریف د آزادۍ ، داسلامی مقاومت دبهیر په پیاوړتیا او له تکفیری ،ترهه ګرو تفکراتو او ډلو سره دمبارزې په لړ کې د سیاسی او رسانئ اقداماتو پر بیا منظمیدا ټینګار وکړ .
دفلسطین موضوع، په یوه خوئیدونکی حرکت کې دټاټوبی په نیواک سره پیل شوه او د فلسطیین د ولس په میلیونی او ډله ایزو جلاوطنیو اوکوچیدا سره یوې پیچلی مرحلې ته داخله شوه . دغه دسیسه ،اوس د اسرائیلو دجعلی رژیم دپلازمینې په توګه د قدس په اعلانولو سره یوې نوی او خطرناکې مرحلې ته داخله شوې ده .
دمینځنی ختیځ سیمې د سیاسی چارو یوکارپوه سعد ا...زارعی په دې باب وائی ، هغه څه چې نن سبا ئې په سیمه ایزه اونړیواله سویه کتونکی یوو ، دصهونیسټ رژیم د غوښتنې په اساس ،د فلسطین د دوسیې دتړلو او ختمولو لپاره دامریکا او دهغې د ګوډاګیو تالی څټو بیړه، په داسې شرائطو کې ده چې دمقاومت جبهې پرله پسې بریالیتوبونه توانیدلی دی ، داسلامی نړۍ ځینی مهمې برخې دامریکا اوصهونیسټ رژیم او د هغوی د سیمه ایزو تالی څټو له سلطې وباسی .
دامریکا اواسرائیلو دسیسه اوس ،درستې مینځنی ختیځ او اسلامی ټاټوبو ته متوجه شوې ده . بې شکه په دغې حساسې مرحلې کې داسلامی نړۍ مسئولیتونه لازیات دراندۀ شوی دی اوباید اجازت ورنکړی ، چې د فلسطین آئیدیا څنډې ته شی .
دایران د اسلامی جمهوریت ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمینی د قدس د ورځ په توګه د روژې دمبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې په اعلانولو سره له فلسطینه ملاتړ، نړیوال ډګر ته وارد کړ او په دغې لیدتوګې سره ئې وښودله چې دفلسطین موضوع د اسلامی نړۍ لومړنۍ موضوع ده .
امریکا اوصهونیسټ رژیم په دغو ټولو کلونو کې د فلسطین دموضوع په ورستَوَلو او دمقاومت په کمزوری کولو او د په چټی شخړو اود اخلی لانجو داسلامی هیوادونو په بوخت کولو پسې دی ،خو اوس دسیمې معادلات په بدلیدو دی .
د عربی نړۍ یوه مطرح شناندی او کارپوه عبدالبادری عطوان ، له سیمې د ورآخوا : رای الیوم : نومې ورځپاڼې په سرمقالې کې په همدا وروستیو کې دسورئې په فضا کې د صهونیسټ رژیم دتیریګرې جنګی الوتکې نسکوریدا ته په اشارې سره دغه ورځ ، یوه تاریخی ورځ نومولې اولیکلی ئې دی ، دا هغو ټولو مستبدانه او کبرجنو نظریو اوفرضیو ته یو پیاوړی ځواب دی چې یوه پیاوړی اراده اوهوډ پکې شته دی . یوه داسې اراده او هوډ چې په زخم کې ریښه لری او غواړی دغه لټی او ساډوبی پای ته ورسوی .
دفلسطین او قدس موضوع په حقیقت کې دصهونیسټ رژیم د هغې لوئې دسیسې یوه کړۍ ده چې دسازباز په تړونونو سره به ختمه نه شی ،بلکې د دغې شخړې یوازینۍ حل لاره داسلامی مقاومت پیاوړتیا او د نیواکګر او تیریګر رژیم په وړاندې دریدا ده .
داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه ای د اسلامی هیوادونو د پارلیمانونوپه دیارلسمې غونډې کې دګډون کونکو میلمنو سره په کتنې کې له فلسطینه دفاع د ټولو دنده بللې او ټینګار ئې کړی ، باید دا خیال ونشی ، چې له صهونیسټ رژیم سره مقابله څه ګټه نه لری ،بلکې دخداوندمتعال په ِاذن او مهربانۍ سره دصهونیسټ رژیم په مقابل کې به مجاهدتونه ، نتیجه ورکړی ، هماغه ډول چې دمقاومت بهیر دتیرو کلونو په نسبت ،پرمختګ کړی دی .