په انتخاباتو کښې په پراخه ګډون د لبنان د حزب الله د مشر تاکيد
د لبنان د حزب الله مشر د بعلبک او الهرمل سيمې له استازيو سره په کتنه کښې د لبنان په پارلېماني انتخاباتو کښې د ولسي ګډون غوښتنه وکړه.
د النشره لبناني خبري سائيټ د رپوټ له مخې سيد حسن نصرالله د بعلبک او الهرمل سيمې له نمائندګانو سره په کتنه کښې په هغو کسانو چې د دغې سيمې «د اميد او وفادارۍ لېسټ» باندې يرغل کوي نيوکه وکړه او هغوي يې د داعش او جبهه النصره ترهه ګرو ډلو انډيوالان وبلل.
د لبنان د حزب الله مشر زياته کړه، د بعلبک او هرمل خلق هغو کسانو ته چې داعش او جبهه النصره په وسلو سنبالوي هيڅکله اجازه نه ورکوي چې د دغې سيمې نمائندګي وکړي.
سيد حسن نصرالله له ۱۹۸۲ کال نه مخکې د بعلبک – هرمل سيمې حالاتو ته په اشارې سره چې واضحه کړه، له ۱۹۸۲ کال نه تر اوسه په دغو سيمو کښې زياتې کاميابۍ ترلاسه شوي دي.
د لبنان د حزب الله مشر تاکيد وکړ، که د تموز په جنګ کښې د مقاومت او د هغه د انډيولانو وزيران، د لبنان د پارلېمان مشر نبيه بري او د لبنان پخوانے ولسمشر اميل لحود نه وې نو فرانسويان د مقاومت د وسلو له د اخېستلو له غوښتنې لاس نه اخېستۀ او د لبنان حکومت به هم هغه شان په بې وسلې کېدو باندې تاکيد کوۀ.
له دې مخکې د لبنان د حزب الله د مشر مرستيال شيخ نعيم قاسم د انتخاباتو د انډولونو د بدلولو لپاره د امريکې او سعودي ناکامه کوشش ته په اشارې سره وويل، دغه لوري کوشش کوي چې په انتخاباتو کښې د حزب الله په کمزوري کولو سره د مقاومت انډيوالان نااميده کړي.