د اسرائیلود لومړی وزیر میرمنې پیسې غلا کړی
-
داسرائیلو په پوځي اوسیاسي چارواکو کښې پراخ مالي او اخلاقي فسادونه شته .
زمونږ خبریال وایی دصهیونیسټ رژیم دلومړی وزیر میرمنه سارا نتانیاهو(Sara Netanyahu) په غلا او دوکې تورنه شوه .
دصهیونیسټ رژیم د عدلیې وزارت پرون د ددغه هیواد دلومړی وزیر بنیامین نتانیاهو میرمنه سارا نتانیاهو تورنه کړه چې دقانونی مقرراتو په خلاف ورزۍ کولو سره په تیرو دریو(۳) کلونو کښې د لومړی وزیر nدجې څخه یې څخه دپاسه یولک ډالر د شخصی کارونو لپاره استعمال کړی دی .
د اسرائیلو د عدلیې وزارت بیانیه وایی چې دلومړی وزیر میرمنه سارا نتانیاهو په جدی مالی فساد تورنه ده .
په تیرو څو اونیو کښې د سارا نتانیاهو وکیلانو هڅه وکړه له لوی څارنوال سره موافقې ته ورسیږی چې لږ تر لږه د هغې پرضد د تورونو د اعلانیدا مخه ونیسی .
د سارا نتانیاهو وکیلانو لوی څارنوال ته وړاندیز کړی وو که چیرې دهغې پرضد د تور له اعلانولو ډډه وکړی نو سارا چمتو ده دهغو ډالرو یوه برخه چې هغه تورنه ده په غیر قانونی ډول او د دوکې د ورکولو له لارې یې لاس ته راوړی دی بیرته ورکړی .
سره له دې دغه موافقه ونشوه او پرون د اسرائیلودلومړی وزیر د میرمنې پرضد د درغلۍ تورونه په رسمی ډول اعلان شول .
داسرائیلو په پوځی اوسیاسی چارواکو کښې پراخ مالی او اخلاقی فسادونه شته او په تیرو څو کلونو کښې ددغه رژیم د پخوانی لومړی وزیرپه شمول ډیر حکومتی چارواکی استعفا ورکولوته مجبوره شوی .