د داعش ماتې د پوځ، ولس او مقاومت د زرین اتحاد نتیجه ده
د لبنان د حزب الله مشر د تکفیري ترهګرو له نیواکه د هرمل د آزادۍ د کلیزې په مناسبت یوه وینا کښې وویل: پر داعش ترهګرې ډلې برلاسی او د لبنان په ختیځ کښې د هرمل ښار آزادول د پوځ، ولس او مقاومت د زرینې معادلې نتیجه ده.
سید حسن نصر الله چې پرون یې د ویډیو کانفرنس له لارې د لبنان په ختیځ کښې د تکفیري ډلو له نیواکله د هرمل ښار د آزادۍ د وړومبنۍ کلیزې په مراسمو کښې ګډونوالو ته وینا کوله، وویل: د مقاومت ځواکونو په چټکۍ سره له تکفیري او ترهګرو ډلو سره مقابله وکړه او د پوځ، ولس او مقاومت په اتحاد یې دا بریاو په نصیب شوه.
د لبنان د حزب ا... عمومي منشي وویل: د صهیونیسټي رژیم پوځ خپل ډیر امکانات او تجهیزات اپ ګریډ او ماډرن کړي دي خو دغو کارونو هم صهیونیسټي رژیم له ماتې ونه ژغورل شو.
سید نصر ا... ټینګار وکړ: کله چې داعشي ترهګر د سوریې په یوه سیمه کښې محاصره کیږي، امریکايي هیلي کوپټرې یې مرسته ته رسیږي او د داعش په ماتې کښې د امریکایانو د رول په هکله د هغوي ویناوې دروغ دي ځکه چې هغوي د داعش د عمر د زیاتولو هلې ځلې کوي.