په سوريې کښې د ترهه ګرو ترمېنځ نښتو کښې په سلګونو ترهه ګر هلاک شول
د سوريې د شمال د حلب په لويديځه سيمه کښې په خپلو مېنځ نښتو کښې تر پينځو سوو ترهه ګر هلاک شول.
د ايرنا د رپوټ له مخې له ترهه ګرو سره نزدې رسنيو پرون وويل، د تحريرالشام او د ملي ازادي بخښونکي محاذ په نومونو د ترهه ګرو ډلو ترمېنځ د نښتو په دوام کښې په سلګونو ترهه ګرو په هلاکت ورسېدل. د رپوټونو له مخې د دغو نښتو او د حلب د شمالي او لويديځو سيمو د لارو د تړل کېدو له کبله د حلب په خواوشا ځينو ښارګوټو کښې انساني حالت زيات سخت شوے دے.
د ترهه ګرو ډلو ترمېنځ د نښتو له کبله د دريو ماشومانو په شمول شل عامه وګړي هم ووژل شول.
د جنورۍ له وړومبۍ نېټې څخه له جبهه النصره ډلې سره وابسته د تحرير الشام نومې ترهه ګرې ډلې د پينځو تنو په هلاکت سره د سوريې د تلعاده کلي په خواوشا کښې د ترهه ګرو ډلو ترمېنځ اختلافات زيات شول.
چې په دغو نښتو کښې تر اوسه د تقريباً پينځو سوو ترهه ګرو د هلاکت خبرونه رارسېدلي دي.