یمن کښې په لسو دقیقو کښې یو ماشوم مری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i83652-یمن_کښې_په_لسو_دقیقو_کښې_یو_ماشوم_مری
تسنیم خبری اژانس وایی د یمن د روغتیا وزارت بیګا په دې خبرې سره چې دهیواد کابو دوه میلیونه او درې لکه ماشومان له ناوړه خواړو کړیږی وویل د ناوړه خواړو له کبله په هرو لسو (۱۰) دقیقو کښې یو(۱) ماشوم وژل کیږی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 26, 2019 23:57 Asia/Kabul
  • دسعودي عربستان پوځي تیریو دیمن بې وزله هیواد د خواړو او د درملو له سخت کمښت سره مخ کړی دی .
    دسعودي عربستان پوځي تیریو دیمن بې وزله هیواد د خواړو او د درملو له سخت کمښت سره مخ کړی دی .

تسنیم خبری اژانس وایی د یمن د روغتیا وزارت بیګا په دې خبرې سره چې دهیواد کابو دوه میلیونه او درې لکه ماشومان له ناوړه خواړو کړیږی وویل د ناوړه خواړو له کبله په هرو لسو (۱۰) دقیقو کښې یو(۱) ماشوم وژل کیږی

دیمن د روغتیا وزارت دغه راز په هیواد کښې د وبا د ناروغۍ د بیا خپریدا خبر ورکړ او ویې ویل په هیواد کښې د وبا د ناروغۍ د وژل شویو کسانو شمیر درې سوه اوه سوه (۳۷۰۰) تنو ته رسیدلی دی .

د یمن روغتیا وزارت زیاته کړه تراوسه د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې نولس (۱۹) لکه کسان په وبا ناروغۍ اخته شوی دی .

په یمن د سعودی عربستان د حملو په دوام او د دغه هیواد دبیخ بنایی تاسیساتو په تیره د اوبو د رسولو د چینل په تباه کیدا سره په هیواد کښې د وبا ناروغۍ په چټکۍ سره دپراخیدا په حال کښې ده .

دسعودی عربستان پوځی تیریو دیمن بې وزله هیواد د خواړو او د درملو له سخت کمښت سره مخ کړی دی .