په بحرین کښې ۵۰۰۰ سیاسی بندیان شته
ایرنا خبری اژانس وایی د بحرین ترټولو ستر سیاسی ګوند وفاق په هیواد کښې د پینځه زره (۵۰۰۰) سیاسی بندیانو خبر ورکړ .
دغه ګوند وویل دبحرین په اندازه یوه (۱) هیواد کښې د پینځه زره(۵۰۰۰) سیاسی بندیانو شتون د ملت او دحکومت ترمینځ د واټن او په هیواد کښې د سخت امنیتی او دسیاسی کړکیچ د سویې د حقیقت ښودنه کوی .
دبحرین وفاق ګوند وویل دغه چاره چې د بحرین له رژیم څخه دهغو جنایتونو او اقداماتو په اړه چې د خلکو پرضد یې کوی هیڅ پوښتنه نه کیږی د ال خلیفه رژیم لخوا د خلکو د ډیرې ځپنې سبب شوی دی .
وفاق ګوند دغه راز دبحرین د ال خلیفه رژیم له چارواکو وغوښتل چې د پارلمان پخوانی استازی اسامه التمیمی سمدستی خوشی کړی .
دبحرین خلک له ۲۰۱۱ میلادی کال څخه ولسی اعتراضونو ته دوام ورکوی او په هیواد کښې دسیاسی اصلاحاتو د راوستلوغوښتونکی دی .
دبحرین فعالان وایی په زندانونو کښې د حکومت د مخالفو ډلو زیات مشران ، شخصیتونه ، ډاکټران ، معلمان ، محصیلین ، زده کونکی او دعمومی برخې کارکونکی سخت شکنجه شوی دی .
دبحرین ال خلیفه رژیم د انګلستان او دامریکا په شمول د لویدیځو هیوادونو په ملاتړ او د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو د عسکرو په مرستې سره د هیواد ولسی مظاهرې په ترټولو ناوړه ډول ځپی .