ارجنټایني پاراډوکس: آیا د اسرائیلي اشغال په ملاتړ سره شونې ده له برتانوي اشغال څخه مالویناس خلاص شي؟
پارس ټوډې - څنګه کولای شو چې له یوې خوا د خپلو ځمکو د اشغال پای ته رسولو په لټه کې و اوسو او له بلې خوا، د نورو له اشغالي سیاستونو ملاتړ وکړو.
د مالویناس ټاپوګان، یا د انګریزانو په وینا فاکلینډ، د اوږدې مودې راهیسې د ارجنټاین او بریتانیا ترمنځ د یوې خورا پیچلې او اوږدې مودې ځمکنۍ شخړې په توګه پېژندل شوي دي.
د پارس ټوډې په د راپور له مخې، دغه ټاپوګان چې له ۱۹مې پېړۍ راهیسې د برتانیا تر نیواک لاندې دي، د ارجنټاین د خاورې برخه ده او د دغه هېواد له نظره، په ناقانونه توګه اشغال شوې ده. د دې مسلې په شاوخوا کې وروستي کړکېچونه ښیي چې دا کړکېچ نه یوازې دا چې پای ته نه ده رسېدلی، بلکې د متضادو ستراتیژیو او نړیوال ملاتړ له امله، لا پسې خرابېږي.
نوي بدلونونه او اوسني کړکېچونه
د 2024 کال په سپټمبر کې، ارجنټاین په ملګرو ملتونو کې د مالویناس ټاپوګانو لپاره د خپلې تاریخي ادعا 60 کلیزه ولمانځله. په دې مراسمو کې، د ارجنټاین چارواکو یو ځل بیا د دغو ټاپوګانو په اړه پر خپلو حقونو ټینګار وکړ او د شخړې د سوله ایز حل لپاره یې د دوه اړخیزو خبرو اترو غوښتنه وکړه. ارجنټاین په دوامداره توګه له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې چې بریتانیا دې د اشغال پرېښودلو ته اړ کړي او اصلي حاکمیت ته د ټاپوګانو بیرته ورستنولو لپاره زمینه چمتو کړي.
له بلې خوا، انګلستان د خپلواکۍ د اصل او د بریتانیا تر واک لاندې پاتې کېدو ته د ټاپوګانو د اوسېدونکو د لېوالتیا له مخې، د ټاپوګانو د حاکمیت په اړه هر ډول خبرې اترې رد کړې. دغه دريځ يو ځل بيا دغو ټاپوګانو ته د بريتانوي چارواکو د سفر او په دغو ځمکو باندې د بريتانيا په بې شکه حاکميت باندې د ټينګار په ترڅ کې تکرار شو. په دې حالت کې، د ارجنټاین ډیپلوماتیکې هڅې له جدي ننګونو سره مخ دي، ځکه چې بریتانیا له قوي پوځي او ډیپلوماتیکو ملاتړ څخه برخمنه ده.
له اشغالګرۍ څخه د ملاتړ پاراډکس
د ارجنټاین په بهرنۍ پالیسۍ کې یوه تر ټولو جنجالي موضوع، په فلسطیني سیمو د اسرائیلو له اشغالګرۍ څخه د دغه هېواد د حکومتونو ملاتړ دی. د کلونو په اوږدو کې، ارجنټاین د ملګرو ملتونو په ګډون، په نړیوالو فورمونو کې په مکرر ډول د رایې ورکولو له لارې د اسرائیلو د استعماري دریځونو ملاتړ کړی دی؛ هغه دریځونه چې د مالویناس پر وړاندې د ارجنټاین له خپلو اصولو سره په ټکر کې دي. دا چلند د دې لامل شوی چې په مالویناس کې د برتانوي اشغال په اړه د ارجنټاین ادعاوې له یو ډول اخلاقي پاراډکس سره مخ شي.
په حقیقت کې دغه دوه مخیتوب یو بنسټیز بحران ته لاره هواروي: څنګه ممکن دي چې له یوې خوا د خپلو ځمکو د اشغال پای ته رسولو په لټه کې و اوسو، او له بلې خوا د نورو د نیواکګرۍ سیاستونو ملاتړ وکړو؟
دا اخلاقي او عملي تضاد، په نړیواله کچه د ارجنټاین د ادعاوو مشروعیت کمزوری کوي او د دې لامل ګرځي چې د هغې ډیپلوماټیکې هڅې له زیات مقاومت سره مخامخ شي. که ارجنټاین په دوامداره توګه د ځمکنۍ بشپړتیا له اصولو څخه د یو بنسټیز اصول په توګه دفاع کوي، نو په یوه وخت کې نه شي کولای چې د هغو کړنو پر ملاتړ ټینګار وکړي چې دا اصول تر پوښتنې لاندې راولي.
کلیدي کلمې: مالویناس ټاپوګان، د ارجنټاین او بریتانیا ترمنځ اړیکې، فاکلینډ چېرته دی، د فاکلینډ جنګ، ارجنټاین او اسرائیل