په عراق کښې حالات تر کنټرول لاندې دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85012-په_عراق_کښې_حالات_تر_کنټرول_لاندې_دی
زمونږ خبریال وایی د عراق د ګډو عملیاتو د کمیټۍ ویاند« یحیی رسول وویل په پلازمینې بغداد او نورو ولایتونو کښې حالات تر کنټرول لاندې دی او ګرځبندیز( curfew ) ټینګ شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 04, 2019 02:12 Asia/Kabul
  • دعراق په ځینو ښارونو کښې په ناکراریو او مظاهرو کښې سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو او امریکا وغیره رول لرلی دی .
    دعراق په ځینو ښارونو کښې په ناکراریو او مظاهرو کښې سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو او امریکا وغیره رول لرلی دی .

زمونږ خبریال وایی د عراق د ګډو عملیاتو د کمیټۍ ویاند« یحیی رسول وویل په پلازمینې بغداد او نورو ولایتونو کښې حالات تر کنټرول لاندې دی او ګرځبندیز( curfew ) ټینګ شوی دی .

هغه ټینګار وکړ په قدرت سره به د ورانکارو اقداماتو د ترسره کولو په نیت له مظاهرو څخه د ناوړه استفادې او د نفوذ لپاره هرډول هڅې ته ځواب ورکړل شی .

د عراق د بصرې ولایت دعملیاتو مرکز وویل ددغه ولایت په  ډیرو سیمو کښې امنیت ټینګ شوی دی او هیڅ اندیښنه نشته .

ویل کیږی چې دعراق په ځینو ښارونو کښې په ناکراریو او مظاهرو کښې سعودی عربستان ، متحده عربی اماراتو او امریکا وغیره رول لرلی دی چې دغه هیواد ناامنه کړی او د «حسینی  اربعین» مراسم ګډوډ کړی .

په عراق کښې د مظاهرو په هکله په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې نهه اویا (۷۹) فیصده خپاره شوی پیغامونه د سعودی عربستان د اینټرنیټ د استعمالونکو لخوا دی .