په عراق کښې درې ورځی عمومی ویر اعلان شوی
Oct 10, 2019 03:58 Asia/Kabul
-
د اعتراضونو او بلواو په رامینځته کولو کښې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، امریکا ، انګلستان ، هالینډ او ځینو نورو عربو او اروپايي هیوادونو لاس لرلی دی .
فارس خبری اژانس وایی د عراق حکومت په هیواد کښې د بلواو په بهیر کښې د لسګونو کسانو له وژل کیدا وروسته درې (۳) ورځې عمومی ویر اعلان کړ .
د عراق د لومړی وزیر دفتر وویل له نن څخه په ټول هیواد کښې تر دریو ()ورځو پورې عمومی ویر دی .
په عراق کښې د ورستیو اعتراضونو په بهیر کښې یوسل څلور(۱۰۴) کسان وژل شوی او څه دپاسه شپږزره (۶۰۰۰) نور ژوبل شوی چې اته وژل شوی کسان حکومتی عسکر وو .
ویل کیږی چې په عراق کښې د اعتراضونو او بلواو په رامینځته کولو کښې سعودی عربستان، متحده عربی اماراتو، امریکا ، انګلستان ، هالینډ او ځینو نورو عربو او اروپایی هیوادونو لاس لرلی دی .
ټیګونه