د سوریې په ادلب کښې ۴۰ ترهګر وژل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i86631-د_سوریې_په_ادلب_کښې_۴۰_ترهګر_وژل_شوی
فارس خبری اژانس وایی د سوریې په شمال لویدیځ کښې په ادلب ولایت د سوریې او د روسیې د جنګی الوتکو په حملې کښې د داعش ترهګرې ډلې یوشمیر غړی ووژل شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2019 12:06 Asia/Kabul
  • د سوریې په ادلب کښې ۴۰ ترهګر وژل شوی

فارس خبری اژانس وایی د سوریې په شمال لویدیځ کښې په ادلب ولایت د سوریې او د روسیې د جنګی الوتکو په حملې کښې د داعش ترهګرې ډلې یوشمیر غړی ووژل شول .

ویل کیږی چې د سوریې د ادلب ولایت په جنوب او جنوب ختیځ کښې په  حراس الدین ، انصار التوحید او جبهه النصره ترهګرو ډلو په مرکزونو  د سوریې او د روسیې د جنګی الوتکو په ګډو عملیاتو کښې د داعش ترهګرې ډلې څه د پاسه څلویښت ۴۰) ترهګر ووژل شول .

په دغو حملو کښې د ترهګرو د روزنې د څو مرکزونو او دهغوې د عملیاتو د کوټې په شمول د هغوې یوشمیر مرکزونه ویجاړ شول .

د سوریې پوځ د ادلب ولایت په شمول په شمالی سیمو کښې د داعش د پاتې غړو د پاکولو پلان جوړ کړی دی .