د عراق الحشد الشعبی ځواک او امریکا :-
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i86911-د_عراق_الحشد_الشعبی_ځواک_او_امریکا
د امریکا بې پایلوټه الوتکو بیګا د عراق په الانبار ولایت کښې په القائم سیمه کښې د الحشد الشعبی په مرکزونو بریدونه وکړل او په لسګونو کسان یې مړه او ژوبل کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 30, 2019 11:34 Asia/Kabul
  • د عراق الحشد الشعبی ځواک  او امریکا :-

د امریکا بې پایلوټه الوتکو بیګا د عراق په الانبار ولایت کښې په القائم سیمه کښې د الحشد الشعبی په مرکزونو بریدونه وکړل او په لسګونو کسان یې مړه او ژوبل کړل .

دا لومړی ځل نه دی چې امریکا د عراق د الحشد الشعبی ځواک پرضد عمل کوی .

امریکا او ملګرو یې  له دې مخکې هم  د عراق الحشد الشعبی ولسی ځواک په ځلونو   په چورتالان ، اخلاقی فساد او فرقه پالنې تورن کړی او د داعش ډلې له ترهګرۍ سره د مبارزې په بهیر کښې یې د دغه ولسی ځواک رول تر پوښتنې لاندې وروستلی دی او  څو ځله یې د هغه(الحشد الشعبی ) په مرکزونو پوځی بریدون کړی دی .

مهمه پوښتنه دا ده چې د عراق له الحشد الشعبی ځواک  سره د  امریکا د دښمنۍ علتونه څه دی .؟

د دغه دښمنۍ لومړنی او ترټولو مهم عامل د امریکا او د حشد الشعبی متضاد هویتونه بللی شو .

حشد الشعبی ځواک په عراق کښې بسیج جوړونکی لوبغاړی دی چې د بسیج جوړونې له توان څخه په سیمه کښې د مقاومت د چورلیز د هدفونو لپاره ګټه پورته کوی په داسې حال کښې چې امریکا د مقاومت د چورلیز اصلی دښمنه ده .

د عراق حشد الشعبی ځواک د خپل مقاومتی هویت په خاطر په عمومی توګه په سیمه او په خاص توګه په عراق کښې د امریکا له هرډول لاسوهنې سره مخالف دی .

حشد الشعبی ځواک د عراق په القائم سیمه کښې له خپلو مرکزونو څخه چې د امریکا «عین الاسد »اډې ته تر ټولو نږدې مرکز دی  د عراق او دسوریې ترمینځ د امریکا عسکرو په تګ راتګ  په کامل ډول  څارنه لری او د امریکا د پوځیانو لپاره محدودیت رامینځته کوی .

حشد الشعبی ځواک  په عراق کښې د ایران اسلامی جمهوریت ته نږدې لوبغادی دی  په داسې حال کښې چې امریکا هیواد  په نړۍ کښې د ایران ترټولو مهم دښمن دی .

د امریکا دفاع وزارت پینټاګان د عراق د الحشد الشعبی ځواک په مرکز له بیګا شپې برید وروسته وویل چې د عراق حزب الله غونډونه له ایران سره نږدې اړیکې لری .

د عراق له الحشد الشعبی ځواک سره د امریکا د دښمنۍ دوهم (۲) دلیل د صهیونیسټ رژیم د ګټو دفاع کول دی .  

په عراق کښې د الحشد الشعبی شتون او پیاوړی کیدل په سیمه کښې د مقاومت ډلو د موقعیت دپیاوړتیا په معنا دی چې په لویدیځې اسیا کښې د امریکا د ترټولو مهم متحد یعنی د اسرائیلو له ګټو سره په تضاد کښې ده .

په همدې لړ کښې د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر «یسرائیل کاټس» د عراق د الحشد الشعبی پرضد د امریکا د حملې په هرکلی سره هغه د بدلون  یو(۱) پیچومی وباله .

د عراق له الحشد الشعبی ځواک سره د امریکا د دښمنۍ دریم(۳) دلیل د عراق په حکومتی جوړښت کښې د دغه ځواک د قدرت دموندلو مخه نیول دی .

په امریکا او اسرائیلو سربیره سعودی عربستان  هم د عراق د الحشد الشعبی ځواک ترټولو مهم مخالف دی .

که څه هم الحشد الشعبی په عراق کښې عربی لوبغاړی دی خو سعودی عربستان هماغه ډول چې د لبنان حزب الله ، د فلسطین اسلامی مقاومت غورځنګ حماس   او دیمن انصار الله غورځنک  ته له دغه رژیم سره د معارضو عربی غورځنګونو په توګه ګوری د عراق د الحشد الشعبی ځواک په هکله هم ورته نظر لری .

پر دې اساس امریکا هڅه کوی هغه عرب لوبغاړی وده ونکړی کوم  چې د سعودی عربستان له سیاستونو سره غږملتیا نلری.

د عراق له الحشد الشعبی ځواک سره د امریکا ، د سعودی عربستان او د صهیونیسټ رژیم د دښمنۍ څلورم (۴) دلیل دا دی چې حشد العشبی په عراق کښې له داعش ترهګرو سره د مبارزې لپاره جدی اراده لری  دا په داسې حال کښې دی چې امریکا نه یوازې د داعش ډلې له مینځه وړل نه تعقیبوی بلکې هڅه کوی د داعش ډلې غړی له سوریې څخه عراق ته ورولی .

د عراق په القائم ښار کښې د  الحشد الشعبی ځواک مرکزونه چې د امریکا بې پایلوټه الوتکو ورباندې بیګا بریدونه وکړل داسې ځای وو چې داعش هلته سا اخیستله او په دې توګه د داعش په سلګونو غړی له سوریې څخه عراق ته انتقال شول .

د دغو دلایلو ټولګه سبب شوه  چې امریکا د عراق د الحشد الشعبی ځواک پرضد پوځی عملیات او بریدونه وکړی .