په عراق کې د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو د کمولو په باب دټرمپ ادعا
(last modified Thu, 30 Jan 2020 11:44:50 GMT )
Jan 30, 2020 16:14 Asia/Kabul
  • په عراق کې د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو د کمولو په باب دټرمپ ادعا

داسې ښکاري،د ټرمپ د حکومت موخه،په عراق کې د پوځي شتون دوام دی او په دغه هیواد کې د امریکائي پوځ د شمیر دکمولو ادعا،یوازې د امریکا د ولسمشر دجنګي اختیاراتو د کمولو دوو پلانونو ته د راي د نه ورکولو لپاره د کانګرس د استازو د راضي کولو لپاره بلل شوي ده .

Image Caption

 

د عراق د بغداد په هوائي ډګر کې د ایران دسپاه پاسدارانو د قدس ځواک  دقوماندان او د مقاومتي چورلیز د مهم کمانډر جنرال قاسم سلیماني  او ورسره د عراق د الحشد الشعبي ولسي مبارز ځواک مرستیال مشر ابومهدي المهندس په ناځوانمردانه ترور کې د امریکاد ترهه ګرځ واک له اقدامه دوه ورځې وروسته،د عراق پارلیمان د جنورۍ په پنځمه نیټه  له دغه هیواده د امریکائي ترهه ګر ځواک پشمول د داعش په ضد دتش په نامه ائيتلاف د ځواک وتلو ته رایه ورکړه .

Image Caption

 

 د عراق دچارو موقتي لومړي وزیر عادل عبدالمهدي ددغه پلان له تصویبیدا یوه ورځ وروسته،له عراقه د بهرنیو عسکرو د وتلو د ضرورت په باب لیک، په بغداد کې د امریکا سفیر ته وسپارۀ. امریکا د دې موضوع په غبرګون کې ضد ونقیض دریځونه غوره کړي دي .

Image Caption

 

  د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ دعراق د جنګ په زمینې کې د هغه د اختیاراتو د کمیدا لپاره د کانګرس د استازو اقداماتو ته په  پام سره،هڅه کوي،څو داسې وبریښوي،چې  په عراق کې د امریکائي پوځيانو کمیدا پیل شوې او دوام به ومومي .هغه پخپل یوه ټویټ کې  وئيلي دي،په عراق کې د امریکائي عسکرو شمیر پنځو زرو تنو ته راکم شوی دی .

هغه د جمهوری غواړو او ډيموکراټو پشمول د کانګرس پر غړوغږ کړی،څو دعراق د جنګ د پریکړه لیک په باب  دې،چې ټاکل شوې وه په پنجشنبې ورځې رای ته وړاندې شي،د خپل زړه چغې ته په  پام سره دې رایه ورکړي .

د ۲۰۱۶کال د ولسمشرۍ دانتخاباتو  په کمپاین کې د ټرمپ یوه ژمنه ، د عراق او سورئې پشمول  د لویدیځي آسیا له بحراني  سیمو د امریکائي پوځيانو ویستل وو ،چې  البته دا ژمنه ئې پوره شوې نه ده . داسې ښکاري ،د ټرمپ هڅه، په عراق کې د امریکائي پوځ  دکمولو د بهیرپه باب د کانګرس د استازو پر قانع کولو متمرکزه ده ، څو په دې توګه   د AUMF 2002 په نامې سره  د ۲۰۰۲ کال د حکم په اساس  دعراق په ضد د پوځي ځواک د کارولو د مجوز د لغوه کولو خنډ شي .

Image Caption

 

ټاکل شوې ده ، د امریکا د  کانګرس استازي په دې اړه په ترټولو لومړني فرصت کې فیصله وکړي په  دوي کې یو پلاند امریکا په دفاعي بودجې کې یوه اصلاحیه  اعمالوي،چې  په اساس به  ظې د ایران په ضد دجنګ لپاره د بودجې تامینیدا محدوده شي .د عراق او دنورو موخو په ضد له پوځي ځواکه د استفادې د اختیار د لغوه کولو په نامې سره بل پلان ،دا دی چې دهغو هیوادونو یا ډلو په ضدد جنګ د رامینځةکولو لپاره د امریکا حکومت ته د کانګرس وړاندې کړائ شوي  اختیارات کم کړي ، چې د سپینې ماڼۍ په ادعا سره  له القاعدې سره ارتباط لري .

د امریکا ولسمشر ټرمپ  اوس په دې اندیښمن دی ، چې  ددغو دوو پلانونو تصویبیدا،په عراق کې او هم د ایران په ضد د پوځي اقداماتو لپاره د هغه اختیارات محدود کړي.ډونالډټرمپ همدرااز نن سهار وختي په یوه بل ټولنیز پیغام کې د کانګرس مشره نینسي پلوسي ئې په هغه څه کې د امریکا د ولسمشرانو د اختیاراتو په لغوه کولو تورنه کړې ده،چې هغه د امریکایانو دفاع او د نوروهیوادونو په مقابل کې دریدا بللې ده او دغه راز ئې دامریکا خلکو ته په خطاب کې هم  وئيلي دي ،د خپلو ځواکونو له قوماندان څخه دې ملاتړ وکړي .

 داسې ښکاري،د ټرمپ د حکومت موخه،په عراق کې د پوځي شتون دوام دی او په دغه هیواد کې د امریکائي پوځ د شمیر دکمولو ادعا،یوازې د امریکا د ولسمشر دجنګي اختیاراتو د کمولو دوو پلانونو ته د راي د نه ورکولو لپاره د کانګرس د استازو د راضي کولو لپاره بلل شوي ده .

د امریکا د حکومتي او د پنټاګان د پوځي لوړپوړو چارواکو د دریځونو ارزونه ښئ چې  واشنګټن له عراقه د  امریکائي پوځيانو د ویستلو لپاره  ددغه هیواد  دپارلیمان له مصوبې سره سره،نیّت لري،له داعش سره  د مبارزې او د امنیت د ټینګولو په  پلمه  په عراق کې پاتې شي .لکه څنګه چې د پنټاګان  ویندوي دجنورۍ په شپاړسمه نیټه هم په یوه خبري کنفرانس کې ټينګار کړی، مونږ  له عراقه د خپلو عسکرو د وتلو لپاره  هیڅ نیّت نه لرو .

 

ټیګونه