د سوریې د حلب ولایت ځینې نورې سیمې له ترهګرو خلاصې شوې
Feb 12, 2020 16:46 Asia/Kabul
د سوریې رسنیو د ترهګرو له نیواکه د دغه هیواد په شمال کښې د حلب ولایت د ځینو نورو سیمو د آزادیدو خبر ورکړ.
د سوریې پوځ توانیدلی چې د حلب ښار په سویل ختیځ کښې کفرنوران کلی او په لویدیځ کښې خان العسل کلی د ترهګرو له نیواکه خلاص کړي.
د سوریې د بشري حقوقو د څارونکي په نامه مرکز وویل چې د دغه هیواد پوځ د حلب-دمشق د لوې لارې کنټرول په خپل لاس کښې اخیستی دی.
د سوریې پوځ هم داشان د حلب ښار په اطرافو کښې راشیدین-۴ سیمه هم د ترهګرو له منګولو آزاده کړه.
د ویلو ده چې ادلب ولایت په سوریې کښې د ترهګرو ډلو وروستۍ اډه ده چې د دغه ولایت او په آزادۍ سره به په سوریه کښې د ترهګرو ټغر بیخي ورټول شي.