د عربستان د شورا او د لویو علماو په پلاوي کښې د باچا سلمان د بدلون د راوستلو هدفونه او اهمیت :-
د سعودي عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز په جلا جلا حکمونو کښې د لویو علماو یعني د لوړرتبه علماو د پلاوي ، د شورا غړي او د قضايي ادارې ځینې چارواکي بدل کړل .
هغه بدلونونه چې د عربستان باچا راوستل له دوو (۲) اړخونو د ارګانونو د اهمیت او د بدلون د راوستلو د هدفونو په وجه د غور وړ دي .
د دغو ارګانونو د اهمیت له پلوه باید ووایو چې شورا او د سترو علماو پلاوی د هغو ارګانونو په لیکه کښې دي چې هیڅ واک نلري ، بلکې مشورتي بڼه لري خو په تیره بیا د سترو علماو د پلاوي فیصلې مهمې دي .
د عربستان د سترو علماو د پلاوي غړي چې یویشت (۲۱) تنه دي ټول د باچا لخوا معرفي کیږي .
د سترو علماو شورا په سعودي عربستان کښې هغه ترټولو لوړ مذهبي ارګان دی چې تر ټولو مهمه دنده یې د فتوا ورکول دي .
د سعودي عربستان پخواني باچا عبدالله بن عبدالعزیز د لوړو علماو په پلاوي کښې بدلون راوستی و .
له باچا عبدالله مخکې یوازې هغه کسان د علماو د ستر پلاوي غړي وو چې د حنبلي مذهب پیروکار وو خو باچا عبدالله یوشمیر بدلونونه راوستل او د حنفي ، شافعي او د مالکي فرقو غړي یې هم د دغه شورا غړي وټاکل .
عبدالعزیز ال شیخ همدا اوس د دغه شورا مشرۍ پرغاړه لري .
هغه مهم بدلون چې واک ته د باچا سلمان او د ولیعهد محمد بن سلمان له رسیدا وروسته د سترو علماو د پلاوي د فعالیت په ماهیت کښې رامینځته شوی دا دی چې دغه پلاوی زیات حکومتي شوی دی .
د سعودي عربستان د چارو کارپيژاند «کامران کرمي» وايي د سعودي عربستان باچا سلمان د دوه زره شپاړسم (۲۰۱۶) میلادي کال په وروستیو کښې هم د سترو علماو د پلاوي په جوړښت کښې په بدلون راوستلو سره ځینې دودیز او زوړپاله مذهبي مشران له دغه پلاوي وویستل او په هغه کښې یې ځینې نوپاله روحانیون شامل کړل چې نتیجه یې هم د عربستان له باچا سلمان او د هغه له زوي محمد بن سلمان سره د سترو علماو د پلاوي د غږملتیا زیاتیدل وو .
په حقیقت کښې د سعودي عربستان د سترو علماو پلاوی د سیاسي جوړښت په څنګ کښې د حکومت په خدمت کښې دی خو په تیرو پینځو (۵) کلونو کښې د دغه پلاوي رول ډیر وروست ( فرسایشي ) شوی دی .
د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په مذهبي او ټولنیزو چارو کښې یو شمیر اصلاحات راوستل چې په لومړي(۱) ګام کښې یې باید د سترو علماو د پلاوي موافقت او حتی فتوا لاس ته راوړلی خو ولي عهد دغه پلاوي ته هیڅ پام نه دی کړی او هغه یې عملا د خپلو ګټو او د فعالیتونو په خدمت کښې وروستلی دی .
مجلس شورا هم په هغو ارګانونو کښې راځي چې ټول یوسل پنځوس (۱۵۰) غړي یې د باچا لخوا معرفي کیږي او دغه شورا هم مشورتي ماهیت لري او یوازې په یوشمیر چارو کښې باچا ته مشوره ورکوي او باچا د دغه شورا په مشورو عمل کولو ته پاې بند نه دی .
د بدلونونو د راوستلو د هدفونو له پلوه ویلی شو چې دغه ټول بدلونونه له هر څه زیات واک ته د محمد بن سلمان د رسولو لپاره د باور وړ کسانو په کار د ګمارلو او د کادر د جوړولو په هدف سره ترسره کیږي .
د عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز په تیر یوه (۱) کال کښې د انساني ځواک له پلوه د هیواد په بیلابیلو ارګانونو کښې زیات بدلونونه راوستل چې پکښې د هیواد د ګډو ځواکونو د قومندان ، د یوشمیر نورو افسرانو او د دفاع وزارت د چارواکو بدلولو ته اشاره کولای شو .
پر دې اساس د سعودي عربستان د سترو علماو په پلاوي او شورا کښې بدلونونه او دغه راز د قضايي ادارې د چارواکو بدلول د هغو بدلونونو په لړ کښې دي چې له تیر کال راڅخه په عربستان کښې پیل شوي دي .
بله موضوع دا ده چې په دغو بدلونونو کښې یوشمیر بیلګه اقدامات هم په نظر کښې نیول شوي چې ښودنه کوي د کسانو بدلول او د نویو کسانو ګمارل د ولیعهد محمد بن سلمان په موافقت سره ترسره کیږي .
په همدې لړ کښې د سعودي عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز په شورا کښې د تیرې ورځې په بدلونونو راوستلو کښې یوه (۱) ښځه د شورا د مشر د سلاکار په توګه وګمارله او دا لومړی ځل دی چې په عربستان کښې دغه کار ترسره شوی دی .