د کلابندۍ او دجنګ سیاست بندون ته رسیدلی
زمونږ خبریال وايي د یمن د انصارالله غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام وویل د سعودي عربستان او د قطر ترمنځ موافقه د دې ښودنه کوي چې د کلابندۍ او د جنګ سیاست نور بندون ته رسیدلی دی .
هغه د قطر او د سعودي عربستان ترمنځ شوي موافقې ته په غبرګون کښې وویل متقابل احترام په سیمه کښې د ثبات او د امنیت د تحقق لپاره ترټولو لنډه او ډاډمنه لاره ده .
د یمن د انقلاب د لوړې کمیټۍ مشر محمد علي الحوثي هم هیله کړي وه چې د سعودي عربستان او د قطر ترمنځ د اړیکو له سره پیلیدل له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کیدا لپاره نه وي او په یمن باندې د تیري د بندیدا او د جنګونو د ختمیدا لپاره پیلامه ووسي .
د ویلوده چې د فارس خلیج د ملګرتیا د شورا په غونډې کښې د موجودو هیوادونو چارواکو د العلا بیانیه چې د قطر د کړکیچ د ختمیدا په هکله موافقه په کښې شامله ده پرون لاسلیک کړه .