د امریکا حملې دعربستان او متحده عربی اماراتو له خوا تامینیږي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i96996-د_امریکا_حملې_دعربستان_او_متحده_عربی_اماراتو_له_خوا_تامینیږي
خو باید په یاد ولري چې دعراق د ولس او ټاټوبي ساتونکي به هیڅکله هم د دوي دغه شان سپیرې دسیسې په هماغه مرئ کې خپه او له ناکامۍ سره به ئې مخ کړي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 27, 2021 02:56 Asia/Kabul
  • د امریکا حملې  دعربستان او متحده عربی اماراتو له خوا تامینیږي

خو باید په یاد ولري چې دعراق د ولس او ټاټوبي ساتونکي به هیڅکله هم د دوي دغه شان سپیرې دسیسې په هماغه مرئ کې خپه او له ناکامۍ سره به ئې مخ کړي

نیوزخبری سایټ  راپور ورکړی، د عرقا کتائب حزب ا... غورځنګ  پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئيلي دي ،تر څو چې  عربستان او متحده عربی ا مارات د مقاومت په  مرکزونو د امریکا د حملو مالی تامینیدا ترسره کوي ، دعراق د امنیت دحافظانو وژلې به دوام ومومي .

په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ، امریکایی دښمنان هماغه راز  د عراق دټاټوبي اوولس دساتونکو په وژلو کې  خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي  او او د سعودي اواماراتو  په پیسو  سره  د بې ګناه  خلکو دوینو له بهولو لاس په سر  نه کیږي .

  دعراق د کتائب حزب ا...  په دغې اعلامیې کې  د امریکا دغه جنایت  ته په ځواب کې د عراق دملت په حق په ټينګار سره  وئیلي دي ، هغه هیواد چې  ددغو تیریو  پنځونکی دی  او په تیره بیا سعودي عربستان او متحده عرب امارات ، به  ئې مالی  امکانات تامین کړي  او  هغه لوري او جنایتکار چې  عربستان او وحشي صهیونیسټي رژيم  ئې ملاتړ کوي ، غواړي ، دغه شان دسیسې اجرا کړي . خو باید په یاد ولري چې  دعراق  د ولس او ټاټوبي ساتونکي به هیڅکله هم د دوي دغه شان سپیرې دسیسې په هماغه مرئ کې خپه  او له ناکامۍ سره به ئې مخ کړي