د یمن دمارب په آزادونکوعملیاتو امریکااو اروپایان لالهانده شوي
امریکا او څلور اروپائي هیوادونه مدعي شوي چې د یمن دبحران په زرترزره حل پسې دي او ددوي ډيپلوماټيکو هلوځلو د جنګ دختمولو لپاره ډيرې هیلې راولاړې کړي دي .
فار س خبري آژانس راپور ورکړی ،امریکا ،انګلستان، فرانسې ،جرمني او ایټالیا هیوادونو بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره دیمن له پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو غوښتي دي،څود مارب د آزادولو عملیات دې ودروي .
په دغې اعلامیې کې دیمن په ضد دسعودي ائيتلاف اقداماتو ته له اشارې پرته ،د عربستان د خاورې او له یمن سره ددغه هیواد دپولې امنیت ته د لویدیځي هیوادونو پر ژمنتیا ټينګارشوی او د کلابندۍ او تیریو د درولو لپاره له ریاض څخه د غوښتنې په ځاي ئې د صنعاء له حکومته غوښتنه کړې ،څو د سولې د تش په نامه فرصت غنیمت وګڼي او له خپلو حملو لاس په سر شي .
امریکا او څلور اروپائي هیوادونه مدعي شوي چې د یمن دبحران په زرترزره حل پسې دي او ددوي ډيپلوماټيکو هلوځلو د جنګ دختمولو لپاره ډيرې هیلې راولاړې کړي دي .
دغه اعلامیه په داسې شرائطو کې صادریږي ، چې د یمن پوځ او انصار ا.... ولسی غورځنګ خواکونه د مارب ښار اوه کلومیټرۍ ته رسیدلي او په وروستیو شپو ورځو کې ئې ددغه سټراټژيک ښار شاوخوا ډيرې سیمې آزادې کړي دي . د یمن پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو په کرتو وئيلي دي ، چې دمارب عملیات یرغلیز نه ،بلکې دفاعي دي او له دغه یمني ولایته د داعش او القاعدې ترهه ګرو او د سعودي ائيتلاف له خوا ډيرې زیاتې حملې کیږي او دغه درست سره یو موټی شوي دي څو د یمن د ولس او ولسی حکومت په ضد خپلو جنایتونو ته دوام ورکړل شي ، خو نور وخت ترې تیر شوی او په مارب ولایت کې به ئې د پټيدو ځاي هم پاتې نشي .