د صهيونېسټ رژيم د تېريو له ختمېدو څخه د ملګرو ملتو هرکلے
(last modified Fri, 21 May 2021 12:04:23 GMT )
May 21, 2021 16:34 Asia/Kabul
  • د صهيونېسټ رژيم د تېريو له ختمېدو څخه د ملګرو ملتو هرکلے

د ملګرو ملتو مشر آنتونيو ګوټرش د فلسطينيانو او صهيونېسټ رژيم ترمېنځ د ډزبندۍ له ټينګېدو او د اسرائيلو تېريو له ختمېدو څخه هرکلے وکړ.

د ملګرو ملتو  د سائيټ د رپوټ له مخې آنتونيو ګوټرش په يوې بيانيه کښې وويل: ضروري ده چې نړيواله ټولنه په لا پراخه سطح  له فلسطيني خلقو څخه د ملاتړ او د هغوي له ادارو سره د مرستې په خاطر د چټکه او پائېدارې بيا رغونې لپاره مضبوط ملاتړي پېکجونو برابرولو لپاره له ملګرو ملتو سره ملګرتيا وکړي.

ګوټرېش غزه د خپلواکه فلسطين هېواد يو نه بيلېدونکې برخه وبلله او وې ويل، پکار دے د حقيقي ډزبندۍ او اختلافاتو د ختمېدو لپاره له هيڅ کوششه ډډه ونه شي.

همدارنګ د اروپائي اتحاديې د خارجه سياست مشر جوزف بورل هم نن د غزې په تړانګه کښې له فلسطيني مقاومتي ډلو سره يو اړخيزې ډزبندۍ ته د صهيونېسټ رژيم غاړه اېښودلو څخه هرکلے وکړ.

د اېشيا د لويديځ په چارو کښې د روسيې د ولسمشر استازي ميخائل بوګدانف هم د حماس د سياسي دفتر له مشر اسماعيل هنيه سره په ټيلفوني خبرو کښې د فلسطين د مقاومت د ډلو او د صهيونېسټ رژيم ترمينځ د ډزبندۍ هرکلے وکړ.

 

ټیګونه