د افغانستان موضوع د اروپائي شورا د ایجنډا په لومړیتوب کې ده
(last modified Wed, 01 Sep 2021 08:15:04 GMT )
Sep 01, 2021 12:45 Asia/Kabul
  •  د افغانستان موضوع د اروپائي شورا د ایجنډا په لومړیتوب کې ده

اروپائي اتحادیه  له دریم ګړي هیوادونو  په تیره بیا د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو او د تیریدا له ځایه چې دډیرو زیاتو کډوالو کوربه دي،د ملاتړي ظرفیّتونو د پیاوړتیا ، د کرارو شرائطو،  اود کډوالو  په عزت سره دمنلو  او د دوي او د کوربه ټولنو   له معاش څخه به  ملاتړ وکړي .

 زمونږخبریال  راپورراکړ،د اروپائي شورا غړو  نن سهار دیوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان د حالاتو په باب سره موافقه کړې ده ، د هغو اروپائي ښاریزو او تریوه حده د هغو افغان ښاریزو له افغانستانه ویستل چې  له اروپائي اتحادئې او غړو هیوادونو سره ئې ملګرتیاکړې ده ،  یو لومړیتوب بللی دی .

 په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي  اروپائي اتحادیه  د یوه لومړیتوب په توګه هماغه شان  له نړیوالو شریکانو په تیره بیا  له ملګرو ملتو او  له دوي سره له اړونده اورګانونو سره  په سیمې کې  دثبات د ټينګیدا او  له دې  موضوع د ډاډمنیدا په باب غږملتیاؤ ته دوام ورکوي  چې  دانسان دوستۍ مرستې  تاوان موندونکو په تیره بیا په افغانستان او ګاونډیو  هیوادونو کې  ماشومانو او ښځو او اړمنو کسانو ته ورسیږي . 

په دغې اعلامیې کې  همداراز راغلي دي ، اروپائي اتحادیه  له دریم ګړي هیوادونو  په تیره بیا د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو او د تیریدا له ځایه چې دډیرو زیاتو کډوالو کوربه دي،د ملاتړي ظرفیّتونو د پیاوړتیا ، د کرارو شرائطو،  اود کډوالو  په عزت سره دمنلو  او د دوي او د کوربه ټولنو   له معاش څخه به  ملاتړ وکړي .

 

ټیګونه