د سي، آيي، ای مشر پاکستان ته تلی دی
(last modified Fri, 10 Sep 2021 02:51:49 GMT )
Sep 10, 2021 07:21 Asia/Kabul
  • د سي، آيي، ای مشر پاکستان ته تلی دی

د امریکې د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر د پاکستان د پوځ له قومندان سره د امنیتي مسائلو په هکله د نظر تبادله وکړه.

د امریکې د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر د پاکستان د پوځ له قومندان سره د امنیتي مسائلو په هکله د نظر تبادله وکړه.

د پاکستان په راولپنډۍ ښار کښې د دغه هیواد د پوځ له قومندان قمر جاوید باجوا سره د سي، آي، ای د مشر ویلیم جوزف په کتنه کښې د دواړو هیوادونو د دلچسپۍ وړ مسائل په تیره بیا د سیمې او افغانستان امنیتي حالات وڅیړل شول.

د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې له مخې په دغې کتنې کښې د پاکستان د استخباراتو (آيي، ایس، آيي) مشر جنرال فیض حمید هم موجود و.

سفارتي سرچینو ویلي چې پاکستان ته د سي، آيي، ای د مشر سفر په محرمانه توګه شوی دی.

 

ټیګونه