د ایران په ضد دبندیزونو دختمولو په خبروکې ډيرمثبت پرمختګ شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i108506-د_ایران_په_ضد_دبندیزونو_دختمولو_په_خبروکې_ډيرمثبت_پرمختګ_شوی
 امریکا او د فارس خلیج دملګرتیا شورا غړو ، په یوې ګډې اعلامیې کې وئيلي دي ،د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د مادو په اساس دبندیزونو له ختمیدا وروسته  له ایران سره اقتصادی  اړیکې ،د سیمې په ګټه  دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2021 10:11 Asia/Kabul
  • د ایران په ضد دبندیزونو دختمولو په خبروکې ډيرمثبت پرمختګ شوی

 امریکا او د فارس خلیج دملګرتیا شورا غړو ، په یوې ګډې اعلامیې کې وئيلي دي ،د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د مادو په اساس دبندیزونو له ختمیدا وروسته  له ایران سره اقتصادی  اړیکې ،د سیمې په ګټه  دي.

فارس خبري آژانس راپور ورکړ،په ویانا کې په نړیوالو اورګانونونو کې د روسیې استازي  او دایران په ضد دبندیزونو  په ختمولو کې د مرکچي ټيم مشر میخائیل اولیانوف  نن پخپل ټولنیز پيغام کې ولیکل ، د ایران په ضد دبندیزونو دختمولو په خبرواترو کې د اوڅاره مثبت پرمختګ کتونکي  یوو  او دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې  مخالفان هم پخپلو دریځونو کې د بیاکتنې په حال کې دي . 

اولیانوف  دغه ټولنیز پیغام ، په ریاض کې د ایران په باب د خپلې کاري ډلې دغونډې دترسره کیدا او د هغې د نهائي اعلامیې په باب  دامریکا د خارجه وزارت دټویټ په ځواب کې وړاندې کړی دی . 

 امریکا او د فارس خلیج دملګرتیا شورا غړو ، په یوې ګډې اعلامیې کې وئيلي دي ،د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د مادو په اساس دبندیزونو له ختمیدا وروسته  له ایران سره اقتصادی  اړیکې ،د سیمې په ګټه  دي.

د روسیې خارجه زویر سرګئ لاؤروف هم پخپلو یولړ وروستیو څرګندونو کې وئيلي دي ،ماسکو به د نومبر په نهه ویشتمه نیټه په غونډې کې د ایران د بندیزونو دختمولو او د نړیوالې ایټمي موافقې د بشپړ اجرا غوښتونکي شي .