د IAEA واکمنه شورا د نړیوالې ایټمي موافقې بشبړ احیاءغواړي
د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس د واکمنې شورا ناسته پرون پیل شوي ، تر درو ورځو پورې یعني تر سبا پورې به دوام ولري ، او ټاکل شوې ده د ایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ ایټمي خبرې اترې هم په ویانا کې له راتلونکي اونۍ څخه د متحده ایالاتو په غیر مستقیم شتون سره پیل شي .
فارس خبري آژانس راپور راکړ، په ویانا کې په دیره نړیوالو اورګانونو کې د روسیې دایمي استازي میخائیل اولیانوف نن پخپل یوه ټولنیز پیغام کې د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس د واکمنې شورا نننۍ غونډې ته په اشارې سره ولیکل، د آژانس واکمنې شورا دملګروملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک په سیوري کې په ایران کې د څارنې او تائيدیدا ارزونې پاي ته ورسولې .
اولیانوف وروسته د آژانس د واکمنې شورا دغونډې دچورلیز په باب هم ووئیل ،درستو ویناوالو عملا د جامعې ایټمی موافقې د احیاء به ضرورت ټینګار کړی او د ویانا دخبرواترو لپاره ئې چې ټاکل شوې ده، دنومبر به نهه ویشتمه نیټه بیرته پیل شي،دبریالیتوب هیله کړې ده .
د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس د واکمنې شورا ناسته پرون پیل شوي، تردرو ورځو پورې یعني ترسبا پورې به دوام ولري ،او ټاکل شوې ده د ایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ ایټمي خبرې اترې هم په ویانا کې له راتلونکي اونۍ څخه د متحده ایالاتو په غیر مستقیم شتون سره پیل شي .